کور / تازه خبرونه / پرافغان ځواکونو داتيا٨٠لکه افغانيو دغلاتور ولګېدو

پرافغان ځواکونو داتيا٨٠لکه افغانيو دغلاتور ولګېدو

دهلمندولايت مركزلښكرګاه ته څيرمه دبولان په سيمه كى دايساف ځواكونواو ملى اوردوپه ګډه سره په يو كور كې چاپه وهلې .
چاپه دعبدالودود پر کور وهل شوې چې دهغه په وينا دديو زوى حاجى غفور يې دځان سره بيولى دى .
عبدلودوددعوه و كړه چى د بهرنيوځواکونو سره راغلو افغان ځواکونو يې دكور څخه دښځو زر او نغدې روپۍ وړې چې دنوموړي په وينا ټول اتيالكه افغانۍ تاوان  ور اوښتى ده .دزياته کړه چى لومړى يي ددوى دكور دروازه په بم الوزولې اووروسته يي دددوى دكور ټول شيان تيت اوپر ك پاشلي دي .
ده دغه كار غيري بشري عمل وه باله اووويل چې بهرنۍ قوواوي ددوى دساتلو او دبيارغاونې لپاره راغلي او ددوى سره په عملياتو کې شريک افغانان ناوړه اعمال کوي .ده له ولس مشر کرزي څخه ددغې پېښي دپلټنې غوښتنه وکړه او له نړۍ والو ځواکونو څخه يې وغوښتل چې په ورته پلټنيزو عملياتو کې له دقت څخه کار واخلي .
په هلمند ولايت كى دايساف ځواكونو وياند سايمن ميلر دامني چى په يادسوې سيمه كې افغان انړيوالو ځواكونو عمليات ترسره كړي چې په ترځ كى يي دعبد الودود په كوركى  چاپه وهلى اويو تن يي په دې تړاو بيولى چې دوسلوالو طالبانو سره يي اړيكى درلودلې  ميلر زياته كړه چى دغه عمليات يو ډير كامياب عمليات وه چى هيچاته پكښي زيان نه دى رسيدلى .پلټنيز عمليات وړمه شپه ترسره شوي دي .
خو په هلمند ولايت کې حكوتي چارواكو په دې اړه ناخبري وه ښوده .