کور / تازه خبرونه / كندهارچارواكې :دكابل كندهارلويه لاربه دتګ اوراتګ وړسي

كندهارچارواكې :دكابل كندهارلويه لاربه دتګ اوراتګ وړسي

امنيتي چارواكې وايې چې پرداسي يوه نظامي پلان كاركوي چې له مخې به يي دكابل كندهارپرلويه لارامنيتي چاري ټېنګې سي .


دكابل كندهارلويه لارپه افغانستان كې يوه له هغومهمونښلونكولاروڅخه ده چې پلازمېنه كابل دسويل اوغرب په ګډون له نږدي څوارلسوولايتونوسره نښلوي .


دم ګړې پردغه لارددولتي مامورينواودولت پلوه كسانولپاره خوراستونزمنه ده چې په ډاډمنه توګه پري تګ راتګ وكړي .


په سويلي زون كې دملي پوليسوعمومي قومندان جنرال غلام علي (وحدت )دكندهارد۲۰۵ اتل قوال اوردوله قومندان جنرال ګل اغانايبي سره په يوه ګډه خبري ناسته كې وويل چې دنومه وړي امنيتي پلان له مخې به دملي پوځ اوملي پولېسوپه ګډون دايساف سرتيري يوځايې ګډي ګزمې پردغه لارپيل سي اودزابل په ګډون به په ځينومهموبرخوكې خاصي امنيتي پوستي هم جوړكړي  .


نومه وړې زياته كړل چې ددغه امنيتي پلان مشري د۲۰۵ اتل قوال اوردوقومندان جنرال ګل اغانايبي په غاړه لري اوډيرژربه دغه لويه لاردتګ اوراتګ له پلوه دډاډوړسي .


پدي وروستيوكې كې دكورنيوچارووزارت دولسواليودپوليسودروزني اوتجهيزپروګرام هم له څومياشتوراپديخواپيل كړي چې په ترڅ كې يې تردامهال يوپړاوبشړه سوي اودوهم  يې په راتلونكې اونۍ كې بشپړه كيږي .


دوالسواليودپوليسودرزني  په لمړني پړاوكې دزابل ددووالسواليوشاجوي اوشهري صفاپوليس روزل سوي اوپه دوهم پړاوكې به يې دكندهاردپنجوايې اوژړي والسوالۍ پوليس له روزنيزي دوري وروسته په خپلودندوپيل وكړي .


جنرال وحدت وايې چې په راتلونكې اونۍ كې به دكندهارښاردڅلورګونوحوزودپوليسو
دمسلكې روزنې چاري هم پيل كړي چې پرځاي به يي سم دلاسه دنظم حاص پوليس سرتيري په دنده وګمارل سي .


جنرال وحدت دپولېسوپه ليكوكې دسمون راوستلوپه ترځ كې وويل چې تردامهاله يې دسويلي زون دټولوولايتونودپولېسوله ليكوڅخه پنځه سوه پوليس سرتيري اوځيني افسران له خپلودندوڅخه ګوښه كړي دي .


دنومه وړې په خبره چې په دغه شمېرپوليسوكې ۱۹۳ تنه پوليس سرتيري اوافسران دعدلي اوقانوني اداروله لوري له قانوني پريكړوسره مخ سوي چې په لنډمهال اواوږدمهاله  بندمحكوم سوي دي .


پدي وروستيوكې دكندهارښاريانوشكايت درلودچې په ښاردننه زيات نظامي  موټرګرځي اوزيات وختونه ترافيكي پېښي هم ورڅخه رامنځ ته كيږي .


له ترافيكې پېښوڅخه دمخ نيوي اوپه كندهاښاركې دنظامي ګاډودزيات تګ راتګ دمخ نيوي په برخه كې د۲۰۵ اتل قوال اوردوقومندان جنرال ګل اغانايبي وويل چې دوى هڅه كوي ترڅوپه په ښاركې نظامي موټركم تګ راتګ وكړي ،اواوس دغه ستونزه  تريوه بريده پوري دوي حل كړي هم ده .


له تيروڅومياشتوراپديخواپه سويلي حوزه كې امنيتي مامورين هڅه كوي چې دامنيتي حالت دكابوكولوترخواپه خپلوليكوكې هم اصلاحات رامنځ ته كړي .


تيره اونۍ دسويلي زون نظامي څارنوال خبروركړچې دكندهاراوسپين بولدك ترمنځ د تخته پل والسوالۍ دلويي لاري په اوږدوكې يې داسي يوكس نيولي چې څلورمياشتي وړاندي دپوليسوله ليكوڅخه لري سوي خو،نومه وړي دپوليسودافسررتبي وهلي اوپه غيرقانوني توګه يي دنده ترسره كول .


اوس پولېس چارواكې وايې چې هڅي يي ګړندي كړي ترڅوپه خپلوليكوكې اصلاحات رامنځ ته كړي .