برتانيا:اوه زره٧٠٠٠وسله وال طالبان مووژلي دي

34 | اپریل 13th, 2008


دبرتانيا پوځ وايي چې دافغانستان په نا ارامه هلمند ولايت کې دتېرو دوو کلونو په اوږدوکې ٧٠٠٠ اوه زره وسله وال طالبان وژلي دي .داوژنې له دوه زره شپږ ٢٠٠٦کال راهيسته په هلمند ولايت کې شوې دي . ديوه برتانوۍ ورځپاني دخبر له مخي دغه وسله وال طالبان په بېلا بېلو عملياتو او بريدونو کې وژل شوي دي . دبرتانوي پوځ ځينو چارواکو داخبري ويوې برتانوي ورځپاڼي ته کړي او زياته وي چې اوس يې دطالبانو دوژلو کچه راټيټه کړې ده . راپور وايي چې وسله وال طالبان دوژلو سره سم ډېرېږي او ورځپاڼه يې بېلګه دا ورکوي چې که ديوې کورنۍ يوغړى دطالبانو په ليکو کې ووژل شي دکورنۍ نور غړي يې دغچ اخيستلو په نيت دطالبانو په ليکو کې درېږي ځکه اوس برتانوي پوځ خپلو تګلارو ته بدلون ورکړى او هڅه کوي چې دوسله والو طالبانو دوژلو تر ډېره بريده مخنيوى وکړي . برتانوي پوځيان دافغانستان په هلمند ولايت کې دناټو ځواکونو په ليکو کې فعاليت کوي او تر دامهاله يې ترسلو لږ پوځيان وژل شوي دي .  

Copyright Larawbar 2007-2024