کور / تازه خبرونه / هاکرانو خبریال خبري ویب پاڼه هاک کړه

هاکرانو خبریال خبري ویب پاڼه هاک کړه


خبریال ویبپاڼه چې له څه دپاسه دوو اونیو را هیسته ، پاکستاني پوځي چارواکو په خپل هیواد کې بنده کړې وه ،اوس په بشپړه توګه هاکرانو له منځه یوړه . پاکستاني چارواکو دخبریال ویبپاڼې پر ځینو تبصرو او خبرونو باندي نیوکې لرې چې ګواکې ددوی دملي ګټو سره ټکر لري . دخبریال ویبپاڼې قانوني مشاورین او دادارې مشرتابه له پاکستاني چارواکو سره په تماس کې وو او هغوی یوازي یوه خبره کوله چې خبریال د(PTA) له لوري دپاکستان په (PTCL)‌کې بنده شوې وه .
دپاکستان پوځي چارواکو دخبریال ادارې ته ومنل چې ویبپاڼه ددوی له لوري‌بنده شوې ده ،خو له تفصیل ورکولو یې ډډه وکړه .
دا چې پاکستان پر افغانستان باندي انټر نیټ پلورلی نو دافغانستان په ډېرو برخو کې هم خبریال ویبپاڼه بنده وه . دادارې دهڅو اودفشار په پایله کې افغان ټلیکام پاکستاني‌چارواکي اړ کړل چې په افغانستان کې پاڼه پرانیزي ،خو اوس دوالي هوسټ کمپنۍ چې په روسیه کې یوه نړۍ واله اداره ده وايي چې خبریال ویبپاڼه په داسي‌ حال کې هاک شوه چې دهغوی پر عمومي سرور لسګونه زره بریدونه وشول .
دخبریال اداره دپاکستاني چارواکو له لوري‌ دپاڼې دبندې دو په کله غندنه کوي په افغانستان او نړۍ کې له خبریالانو او دمدني ټولنو له استازو هیله لري چې دا نا وړه عمل په کله وغندي‌.
دخبریال ویبپاڼې د حقوقي چارو مشاورين به ددغه ناوړه عمل په خلاف دراتلونکې لایحه عمل وروسته اعلان کړي .


بلي خواته نن د جولای پر ۱۲مه په افغانستان کي د جنوبي اسيا د ازادو رسنيو ټولني ( سفما ) د يوې اعلاميې په خپرولو سره د پاکستان لخوا د خبريال ويبباڼي تړل کېدل غندلي او غوښتنه يې کړېده چي ټول هيوادونه خصوصآ د سپما غړي هيوادونه بايد د رسنيو ازادۍ ته درناوی وکړي او په خپل هيواد کي بيرته د خبريال خبري ويبباڼي خپرونو ته د فعاليت اجازه ورکړي .


ددغي ويبپاني مسول چلوونکي ميرويس افغان لراوبر ته وويل چي د ويبپاڼي د بيرته فعاله کېدو لپاره يې چټکي هڅي پيل کړيدي .