کور / تازه خبرونه / په هلمند کې دوژل شوي‌خبریال دمرګ پلټنې دي وشي

په هلمند کې دوژل شوي‌خبریال دمرګ پلټنې دي وشي

په هلمند ولایت کې دملي راډیو تلویزون خبریال عبدالهادي‌همدرد ظاهرآ په یوه بمي برید کې وژل شوی دی ، له هغه سره تېره شپه دوه نور کسان هم په بمي چاودنه کې ووژل شول . که څه هم په افغانستان کې دماین هره پېښه پر طالبانو وراچول کېږي او ننۍ پېښه هم پر دوی تاوان ده ،خو په سویل کې خبریالان وايي چې په آزاد ډول دي دښاغلي همدرد دوژنې پلټنې وشي.
عبدالهادي همدرد له تېرو څو کلونو راهيسې د هلمند په ملي راډيو تلوېزيون کې د ادبي خپرونې چلوونکى و.
د ځايي چارواکو په وينا همدرد د هلمند ګرشک ولسوالۍ اوسېدونکى و او تېره ورځ له خپلو ملګرو سره د اوبازانو سيمې ته د تفرېح په موخه تللى و، چې بېرته کور ته د راتګ پر مهال ورباندې د سړک د غاړې ماين وچاود.
د هلمند چارواکي وايي په ياده سيمه کې د سړک د غاړې ماينونه د وسلوالو طالبانو له خوا ځاى پر ځاى کېږي او ډېرى وخت يې قربانيان ملکي وګړي وي.
البته ددغې پېښي مسئولیت تر اوسه طالبانو په غاړه نه ده اخیستی . افغان خبریالان وايي چې ښايي بم دهمدرد دموټر په وړاندي شعورأ ایښودل شوي‌وي .