پاکستان دافغانستان انټرنیټ فیلټر کوي
دپاکستان چارواکو له لوريافغانسان ته ورکړل شوی انټر نیټ فلټر کېږي . دپاکستان دوو لویو کمپنیو پر افغانستان باندي انټر نیټ پلورلی دی چې یوه یې شخصي کمپنۍ (وتین) او بله یې دپاکستان حکومتي کمپنۍ (PTCL) ده . دپاکستان د (PTCL) حکومتي کمپنۍ افغانستان باندي پلورل شوی انټر نیټ فلټر کوي او یوازي هغو سایټونو او انټر نېتي فعالیتونوته اجازه ورکوي چې دپاکستان دپالیسي سره برابراو یا په بله معنا ددوی خوښ وي .
دا خبره وروسته له هغه راڅرګنده شوه چې پاکستاني چارواکو په خپل هیواد کې پر یوه افغاني خبري ویبپاڼه (خبریال ډاټ کام ) باندي بندیز ولګاوه . دپاکستان له بندیز سره سم په افغانستان کې هم دغه ویبپاڼه دهیواد په هغو برخو کې بنده شوه چې انټر نیټ یې له پاکستان څخه اخیستل شوی دی .
دخبریال ویبپاڼې مشر میرویس افغان لراوبرویبپاڼې ته وویل چې پاکستاني پوځي چارواکو ورته منلي دي چې پر پاڼه یې دپوځ له لوري بندیز لګول شوی دی ،خو تفصیل یې نه دی ورکړی .
هم دا راز دښاغلي افغان په وینا چې دپاکستان د(PTCL) چارواکو هم دپاڼې دبندېدو دعلت له څرګندولو ډډه کړې ده ، خو ویلي یې دي چې دا کار یې د (PTA) په غوښتنه تر سره کړی دی .
دافغانستان دمخابراتو وزارت یوه لوړرتبه چارواکي وویل چې دپاکستان له لوري دانټر نیټ دفلټر کېدو ستونزه یې جدي نیولې ده ،او دوی په هم دې تړاو له پاکستاني چارواکو سره په خبرو بوخت دي .
دبل هیوادانټر نیټ فلټرکول په نړۍ واله کچه یو جرم او دنړۍ دهر هیواد دقانون خلاف کار دی . افغانستان دانټر نیټ زیاته برخه له ګاونډي پاکستان څخه پېرودلې ده ، خو په عین حال کې له تاجکستان او ایران څخه هم دکابل له لوري انټر نیټ اخیستل شوی دی .
دپاکستان له لوري په افغانستان کې دانټر نیټ دفلټر کېدو ستونزه وروسته له هغه افغان چارواکو جدي ونیوله چې پاکستاني چارواکو په خپل هیواد کې خبریال خبري ویبپانه بنده کړه . پاکستاني چارواکو په نا اعلان شوې توګه دا پاڼه بنده کړې ده ،خو پر خبریال پاڼه دپاکستاني پوځ له لوري له نېژدې دریو اونیو راهیسي بندیز لګول شوی دی . پاکستاني چارواکي وايي چې دا پاڼه یې دملي ګټو سره په ټکر کې تبصرې او خبرونه خپروي .
د لراوبر ويبپاڼي د تخنيکي چارو مسول انجنير ګل اغا په وينا کله چي څرګنده سي يو هيواد د بل هيواد پر انټرنټي اړيکو واک لري ددې معنا داده چي ددغه هيواد محرم، استخباراتي او ديپلوماتيکي هغه تماسونه چي د انټرنټ څخه په ګټه اخستنه ترسره کيږي هم خوندي نه دي .