افغان سفير: افغانان وېزې ته اړتيا نلري
ځيني هغو افغانانو ته چي د نورو هيوادونو تابعيت لري ، ويل سويدي چي دوی افغانستان ته دتګ پر مهال د افغانستان وېزې ته اړتيا لري ، يوه هالنډ مېشتي افغان محمد جان لراوبرته وويل چي په هالنډ کي يې افغان سفارت ته زنګ وهلئ او هغوی هم ورته ويلي دي چي په هالنډ کي زېږېدلي ماشومان که څه هم د مور او پلار سره افغانستان ته سفر کوي ، د افغانستان وېزې ته اړتيا لري .
نوموړی وايي دا د شرم ځای دی چي يو څوک خپل هيواد ته د تګ لپاره بايد وېزه واخلي .
موږ د موضوع په اړه په هالنډ کي د افغانستان د سفير ښاغلي عنايت الله نبيل نظر وپوښتئ ، نوموړي لراوبر ته وويل چي افغانستان دهیڅ افغان څخه نه غواړي چي ویزه واخلي،خو که يې څوک پخپله غوښتنه وکړي ، سفارت وېزه ورکوي .
ښاغلی نبيل په هالنډ او نورو لويديځو هيوادونو کي د زېږېدلو افغان ماشومانو په اړه سپارښت وکړ چي دهالنډ او افغانستان تر منځ په ترانزيټ مملکوتونو کي د ستونزو د مخنيوي خاطر ښه خبره ده چي ماشوم ته په بهرني پاسپورټ کي د افغانستان وېزه او يا په بهر کي زېږېدلي ماشوم ته افغانی پاسپورټ واخلي چي په دغه صورت کي به په ترانزيټ هيوادونو کي له ستونزو سره نه مخامخ کيږي .
موږ په تېره اوونۍ کي د بېلابېلو هغو کورنيو سره چي د رخصتۍ تېرولو لپاره افغانستان ته تللي دي پوښتنه وکړه ، دوی ټوله وايي چي په اروپا کي مېشت ماشومانو يې بېله وېزې پر اروپايي پاسپورټونو افغانستان ته سفر کړئ دی ، دوو بېلابېلو کورنيو لراوبر ته وويل چي دکابل او کندهار په هوايي ډګرونو کي د اميګرېشن کنټرول پوليسو لخوا ښه وضعيت ورسره سوئ دی.

افغانستان د نړۍ يو له هغو هيوادونو څخه دی چي وګړي يې کولای سي د بهرني تابعيت اخستلو څنګ خپل افغان تابعيت هم وساتي .
د افغانستان ولسمشر حامدکرزي په خپله لومړۍ دوره کي اعلان کړئ و چي بهر ميشتي افغانان ددوهم تابعيت اخستلو پر مهال خپل تابعيت ساتلائ سي او افغانستان ته بېله قيد ،شرطه او بېله وېزې تګ راتګ کولائ سي .