کور / تازه خبرونه / جاپان : د شدید باران له امله ۱۹ تنه له منځه ولاړل

جاپان : د شدید باران له امله ۱۹ تنه له منځه ولاړل

د جاپان دجنوب د کیوشو نومي جزیره کي د شدید باران له امله لږ تر لږه ۱۹ کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړئ او په سلګونو کورونه وران سوي دي. دغه راز د ذکر سوي سیمي د اطفائیې او نورو اداراو په ویبپاڼو کي د خپرو سوو راپورونو له مخي اته تنه نور لادرکه دي .


د جاپان د هوا پېژندني ادارې له مخي په”کُماموټو” او “اويټا” نومي سیمو کي سخت شدید باران ځکه سوئ دئ چي په دغه سیمه کي تر دې وړاندي په دې کچه باران نه وو سوئ. چارواکي زیاتوي چي بارانو ۷۵ کورونه ویجاړ کړي دي . حالات هغه مهال نور هم اندېښمن سول، کله چي د شیراکاوا د سیند ((دغه سیند د کُماموټو د ښار په منځنۍ سیمه کي پروت دئ .)) اوبه تر خپلو څنډو راواوښتي .


جاپان : د شدید باران له امله ۱۹ تنه له منځه ولاړل


ژغورونکي ګروپونه کوښښ کوي چي د ذکر سوو سیمو د اوسېدونکو سره مرسته وکړي . د کومک لپاره هلیکوپتر الوتکي هم فعالیت لري، چي تر اوسه يې یو شمېر کسان د کورونو د بامونو څخه ژغورلي دي .



کیوشو د جاپان د جزیرو څخه درېیمه لویه جزیره ده، چي د هونشو نومي جزیرې په جنوب – لوېدیځ کي موقعیت لري .