فرانسه : د الوتکي د رالوېدو له امله ۳ تنه ووژل سول
د فرانسې د جنوب په (Castellet) نومي هوايي ډګر کي د یوې شخصي جټ الوتکي تر رالوېدو وروسته درېیو تنو امریکايانو خپل ژوند دلاسه ورکړ، چي يوه يې ۳۰-کلنه مېرمن او دوه تنه نور يې ۲۴-کلن و ۵۱-کلن نارینه وه .
د هوايي ډګر د ویاند په وینا ایمرجنسي مرسته سوې او د قربانیانو د کورنیو سره به اړیکه ونیول سي .
د الوتکي اړونده کمپنۍ (Universal Jet Aviation) زیاتوي چي یوازي د الوتکي د اداره کولو د ډلي درې تنه حاضر وه او مسافر نه وه .
