کور / تازه خبرونه / په كندهاركې دځانمرګې بريدپه قربانيانوپسي ختم وسو

په كندهاركې دځانمرګې بريدپه قربانيانوپسي ختم وسو


په كندهاركې دتيري پنجشنبې دورځې دځانمرګې بريددقربانيانوپه يادپه كندهاركې دلمړني خپواك تلوېزيون اوراديو(هېوادتلوېزيون اوافغان ازادي راديو)له لوري دسولي مركې درضاكارانوپه ملاتړدكلام الله مجيددختم مراسم ترسره سول .


دپنج شنبې په ورځ ترسره سوي ځان وژونكې  بريدپه كندهاركې ولسي وګړوته خورادرنه مرګ ژوبله واړول .
پدغه بريدكې چې دقربانيانوشمېريي له دېرشوتنوڅخه اوښت زياته برخه يي هغه تنكې ځوانان اوماشومان وچې په سيمه كې يي دنجارانوپه دوكانوكې كاركاوه .


پرون ددغووژل سويوكسانودپاك روح لپاره دنومه وړې مطبوعاتي ادارې اورضاكارانودټولني له لوري دكندهارپه سره جامع جومات كې دقران شريف ختم وسو.


دختم دغو مراسموته دكندهارله خوارلري پرتوسيموڅخه گڼ شمېرسپين ږيري ،علمااوروحانين راغلي و.
دختم په مراسموكې دشهيدانوپاك روح ته دوعا ګاني وسوي اوپاتي كسانوته يې دمتعال څښتن له دربارڅخه دسبرغوښتنه وسول .


دتيري ورځي په ځان وژونكې بريدكې دقرباني سويوكسانوپروژل كيدواوټپي كيدوګڼ شمېركسانوخپله سخته خواشيني ښودلې .


دهېوادتلوېزيون اوافغان ازادي راديو(درئسې ) په خبره چې په هغه لمړيوكې يي هم دپېښي له ځايه څخه په مستقيم ډول راپورونه خپاره كړي اودزيان منوسويوكسانوپه اړه يي بشپړه معلومات خپاره كړي .


دنومه وړې په خبره چې دپېښي زيات قربانيان ولسي وګړي اوپه خاص ډول تنكې ماشومان و.


دآغلي رئسي په خبره چې دختم دغه مراسم يي په هيوادكې دتل پاتي سولي اودزيان منوسويوكورنيوسره دغم  رازي په موخه په لاراچولي و.


په كندهاركې دسولي مركې درضاكارانودټولني غړي قاضي عمر وويل چې دتيري پنجشنبې دورځي خونړي پېښه ډيره زړه بوږنه ونكې وه .


دنومه وړي په خبره چې په هغه لمړي ورځ هم دوى له ټپيانوسره په روغتون كې دويني مرسته وكړه چې په لس ګونورضاكارانو په دغه مرسته كې ګډون كړي و.


قاضي عمرزياته كړل چې دوى پردغه پېښه زيات خفه دي اوكوښښ كوي چې په دغسي بشري اواسلامي دندوكې خپله همكاري ترسره كړي .