په خوست کې ٦٧ پروژې ګټې ته چمتو شوې

23 | اپریل 13th, 2008


دخوست ولايت  په شپږولسواليوکې ٦٧پروژې ګټي اخستني ته وسپارل شوي.
دغه ګټوري  پروژې چې دسپرې ،ځاځي ميدان ،تڼيو،موسی خېلو،لکڼو،متون اوځينونورو ولسواليوکې ګـي اخستني ته چمتوشوي پکې لاسي پمپونه ،ډيزالي بريښنا،ډيزلي ژرندي ،لمريز څراغونه، دپاکو اوبو شبکې ،استنادي ديولونه ،کوچني پولچکونه،کانالونه ،اوکاريزونه شاميل دي.            دا پروژي دخوست ولايت  دکليوپراختيا اوبيارغوني رياست په چوکاټ کې  دملي پيوستون پروګرام له مخې  جوړي شوي  او  پري ټولي ٦٨٨٣٢٣٥٠افغانۍ لګول شوي چې ديادو سيمو  ١٢٢٧٢ کوراني په بېلابېلوبرخوکې  ترې ګټه  پورته کوي
ديادوني و ړده چې څه موده وړاندي هم ورته پروژي دملي پيوستون په چوکاټ کې دخوست متون لکڼ اوپه ځينونوروسېموکې ګټي اخستني ته چمتوشوي وي .

Copyright Larawbar 2007-2024