کور / تازه خبرونه / حامدکرزی په راتلونکو ټاکنو کي بيا ولسمشرۍ ته کانديد کېږي

حامدکرزی په راتلونکو ټاکنو کي بيا ولسمشرۍ ته کانديد کېږي

ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کي د پوهنتون فارغانو ته د هغوی د فراغت د سندونو د ورکړي په يوه غونډه کي د خبرو پر مهال په ډاګه کړه چي راتلونکو ټاکنو ته به د جمهوري رياست لپاره ځان کانديدوي ،نوموړي وويل : ” د ارزگان په غرونو کې استاد رباني راته زنگ وواهه چې کرزيه موږ غواړو چې ته راشې او د حکومت مشر شې، زه حيران شوم چې څه ووايم ما ورته وويل چې ښه زه به مشوره وکړم وروسته له هغې د جرمني نه د بن له جرگې نه راباندې غږ وشو ناڅاپي مې ځان په داسې ځاى کې وموند چې هېڅ کله مې تصور نه و کړى او نه مې هيله درلوده نو اوس يې پرېښودونکى نه يم .” .


تر دې مخکي هم د حامدکرزي په اړه اوازې وې خو نوموړي نن په لومړي ځل په ډاګه کړه چي راتلونکې دوره به بياهم جمهوري رياست ته ځان کانديدوي . که څه هم د جمهوري رياست او پارلمان ټاکني به په راتلونکي کال ۲۰۰۹ کي ترسره سي خو سر له اوسه ځينو کړيو د خپلي خوښي کانديدانو ته کمپاينونه پيل کړي دي ، د کومو کسانو نومونه چي په ولس کي خوله پر خوله ګرځي په دې ډول دي : د کورنيو چارو پخوانی وزير علي احمد جلالي ، د ننګرهار  ولايت والي والي ګل اغا شيرزئ ،  په افغانستان کي د امريکا پخوانی استازی زلمی خليلزاد ، احسان الله بيات  او د پخواني پاچا محمد ظاهر شا لمسئ مصطفی ظاهر .


دا چي ولس به راتلونکي دورې ته څوک د افغانستان د مشر په توګه چاته رايه ورکوي  وروسته به په ډاګه سي .