کور / تازه خبرونه / پوليسو د چاوديدونکو توکو له منځه وړلو روزنه ترلاسه کړه

پوليسو د چاوديدونکو توکو له منځه وړلو روزنه ترلاسه کړه

د آيساف انجينيرانو د کابل پوليسو ته د ځاى پر ځاى شويو چاوديدونکو توکو روزنه ورکړه 



 


کابل، افغانستان (د وري مياشتې ٢٤مه نيټه ) –   د تيرو دريو اونيو په لړ کې د آيساف د مرکز د سيمه ايزې قوماندانې ايټاليوي کارپوهانو د کابل د امنېې  قومندانۍ ٩٠ تنو پوليسو ته د ځاى پرځاى شويو چاوديدونکو توکو روزنه ورکړه. 


دغه روزنه د پيښې د قومندې سيسټم او د امنيتې کمربند باندې متمرکزه وه او د افغانستان ملي امنيت رياست، د امنيتې روزنو ګډه قوماندانۍ او د فرانسې د کارپوهانو د ډلو په همکارې ترسره شوه.   


د روزنې د مختلفو سناريو ګانو څخه وروسته، ګډونکوونکو ته دا چې د پيښې نه وروسته له کومو پروسيجرونو او کړنلارو څخه کار واخيستل شي او د پيښې سيمه څرنګه بايد تنظيم کړاى شي، عملې بيلګې وښودلې شوې. 


په کورس کې د کابل د سيمه ايزو حوزو ګــډونکوونکو پوليسو د نوموړي  کورس څخه مثبتې نتيجې لاسته راوړلې او د نوموړو ګــډونکوونکو څخه غوښتنه وشوه ترڅو اړوندې پوهاوې خپلو لاس لاندې  افسرانو ته ورورسوي.   


 د کابل د پوليسو د اکاډمې مشر د آيساف د دغه نوښت څخه خپل رضايت وښود او هيله يې وکړه چې په راتلونکې کې دې هم داسې کورسونو په لاره واچول شي، تر څو د ځايي پوليسو د پيښې  په وړاندې د غبرګون وړتيا زېاته شي.