کور / تازه خبرونه / ناټو ځواکونه د پنجوايي ولسوالۍ سړک جوړوي

ناټو ځواکونه د پنجوايي ولسوالۍ سړک جوړوي

کابل ، افغانستان ( د وري مياشتې ٢٤ مه نيټه ) – والي  اسدا لله خالد، ولسوال حاجي باران او بريد جنرال ګاى لاروچ ، په افغانستان کې د ګډ کاري ځواک کانادائي قوماندان، افغانى کارګرانو سره يو ځاى شول، ترڅود دوشنبې په ورځ په پنجوائي کې د سړک جوړولو د پروژې په کار پيل کړي.


په دې پروژې کې 475 کارګران له پنجوائي ولسوالۍ  څخه په کار ګمارل شوي دي او سړک به شپږ نيم کيلومټره وغځوي. دا د ولسوالۍ لپاره د نوي پيل لپاره يوه نښه ده، کوم چې په تيرو څو کلونو کې د ډيرې بې روزګارى شاهد پاتى شوى دى.


د سړک جوړولو دا خاصه پروژه له ټولنې غړو په ګـــډون  د والي او د ولسوالۍ  مشران او د کاناډا حکومت د کارګرانو پراختيايي ادارې سره د بحثونو په پايله کې رامينځته  شوې ده. د آيساف انجينيرانو د افغان انجينيرانو په همکارې سره دا سړک يې ډيزاين کړى دى.


بريد جنرال لاروچ وويل:” دغه پروژه د پنجوائى اوسيدونکو لپاره د يوه نوي پيل استازيتوب کوي. دا هغه يو سړک دى چې افغانان د افغانانو لپاره يې جوړوي او  ستاسې او او د ستاسو د کورنيو لپاره د راتلوونکي  څو کلو لپاره ښيرازى مينځته راوړي.”


کله چې د سړک چارې سر ته ورسي، د سړک پخه برخه به 8 متر سوروالى ولري او د سړک باندې د جغل په پام کې نيولو سره د سړک سوروالى به 16 مترو ته ورسيږي. دا به په پنجوائي کې دننه او بهر د ترافيک لپاره آسانتياوې  برابرې کړي. 


د تورن پاسکال بلنچټ په وينا چې يو کاناډائي د ساختمانى چارو انجينير دى او د دې پروژې سرپرستى کوي، کارګران د يوې مياشتې په اوږدو کې 500 متره سړک جوړوي. 


د افغان ځايي مشرانو سره خبرې اترې روانې دي ترڅو د سړک له اوسني  حدودو څخه واوړي. د دې سړک چارې به تر 2009 کاله پورې به وغځيږي.


 


انځور:


انځور – اسد الله خالد د کندهار د ولايت والي د دوشنبې په ورځ په پنجوائي کې د سړک د جوړولو په مراسمو کې په بيل کې شګې (جغل ) د اخيستو په حال کې.  دغه پروژه به له پنجوائي ولسوالۍ څخه 500 افغان کارګران په کار وګماري.


د يادوني وړ ده چي د کندهار ښار او شاوخوا ولسواليو ډيرئ اوسيدونکي د کندهار ولايت پر والي اسدالله خالد نيوکه کوي چي کندهار ته دده په راتګ سره په کندهار کي د بيا رغاوني چاري په ټپه درېدلي دي ، تر دې مخکي د ګل اغا شيرزي د دندي پرمهال د کندهار ولايت او شاوخوا ولسوالۍ د امنيت او بيا رغنيزو چارو له پلوه په هيڅ ډول د اوس مهال سره د پرتلې وړ نه دئ .