کور / تازه خبرونه / ناټو وايي په زابل کي يې يو هستوګنځی اور اخستی دی

ناټو وايي په زابل کي يې يو هستوګنځی اور اخستی دی

د آيساف په هستوگنځي کې د اور د لګيدو له امله زيان رسيدلى او عمليات دوام لري  


کابل – افغانستان ( د وري د مياشتې ٢٤مه ) –  د زابل  ولايت د کلات په ولسوالۍ کې د آيساف په کمپ کې د جمعې په ورځ د ٣ بجو په شاو خوا کې ولګيد، چې له امل يې مالي تاوان ور ورساوه.   


دغه اور د کمپ په سيمه کې محدود پاتې شو خو د هستوګنځي کابو ڼيمايي پورې وغځيد. اور ونشوکولاى چې د اور وژنې د عملياتو مخه دب کړي او د آيساف کوم سرتيرى هم په کې ټپي نشو.  


د آيساف وياند بريد جنرال کارلوس برانکو وويل:”د اشان پيښې که څه هم ډيرې  ناوړې  دي خو د آيساف او د افغانستان د اسلامي جمهوريت هڅې چى له امله يې په هېواد کې بهتره چاپيريال را منځته شي، نشي کمولاى”.  


د اور دلګيدو لامل ترپلټنې لاندې دى. تراوسه داسې نښې نښانې نشته چې دا پيښه دې دښمنانو کار وي.