کور / شعر / پښتانه يادونه

پښتانه يادونه

جانانه لکه ته ېې ستا نازونه پښتانه دي
مدام مې زړه کې اوسي دا يادونه پښتانه دي


ډيوې غوندې روښانه مې په مړو هيلو بلېږي
دا څړيکې پښتنې دې دا دردونه پښتانه دي


په ژبه که له ډېرې حيا هو وييلی نشې
د مړاوو سترګو کونج کې دې ستونه پښتانه دي


د زړه په کور کې اوسي هېرېدل پکې هېڅ نشته
د مينې په قانون کې دا دودونه پښتانه دي


يوه يوه خبره د جانان مې راته ستايي
ساقي نن پښتون شوی دا جامونه پښتانه دي


ف – ث ته د پښتون اشنا پښتو په زړه اورېږي
ليکل ېې پښتانه نن ېې نظمونه پښتانه دي.


 







د محبت کافر


کافر د محبت يمه انکار کوم د مينې
نه يار يمه د چا او نه څوک يار کوم د مينې


نه چانه جفا غواړمه نه چا سره وفا کړم
نه څوک په بېلتون وژنم نه اقرار کوم د مينې


د مينې په نوم چاته به خواږه زهر ورنکړم
نه چاته اشنا وايم نه دا کار کوم د مينې


نه غواړمه ليدل څوک د بېلتون په سور دوزخ کې
نه طمعه د وصال نه انتظار کوم د مينې


نه ځان دوکه کوم د چا په سرو ګلابي شونډو
نه څکم شراب د مينې نه ګفتار کوم د مينې


نه مينه په دولت او په پيسو له چا نه اخلم
نه مينه خرڅوم نه ځان تجار کوم د مينې


نه زړه ورکوم چاته او نه زړه له چانه غواړم
نه ځان نور کړووم نه څوک دلدار کوم د مينې


ف – ث غريب د تورو سترګو جنګ کې زړګی بايلود
نه زړه په چا بايلم نه بيا قيمار کوم د مينې


 






د کډوال غږ


لکه بت په سترګو ړوند ګونګ په زبان يم


که په عقل افلاطون يم خو نادان يم


 


په کردار او نيت کې پاکه پرښته يم


خو څه نلرم مجرم د ټول جهان يم


 


پلار مې نشته چې مې لاس په سر راکش که


د پردو په در کې پروت تل په ګريان يم


 


د اغيارو د فرېب جال کې ګېر شوی


د جفا اور کې ماهي غوندې بريان يم


 


له خپل کوره د نفاق طوفان راوړی


د فنا درياب کې زړه نازړه روان يم


 


ياره دومره تکبر او غرور مه کړه


خير که څومره يم بې وسه خو انسان يم


 


څو مې روح پدې خاورين کالبد کې ګرځي


انکار نه کړم دا به وايم چې افغان يم



د ف – ث قلمه هر وخت رښتيا ليکه


خير دی که نن لر افغانستان کي يم