کور / شعر / پښتون ته

پښتون ته

له  خپل  حق  نه  تیر ید ل مه  بوله صبر
حر ا م  مه  خو ره  په  غریب  مه کوه کبر


د  کورواکې دې په خپله لاس کې واخله
د غلا م  سړ ي  به  څه  و ي  خوند  د قبر


چې  بیا ن  د او ر ید و  لیدو  يي بند وي
ګیدړ  جوړ شي که  وي  هم له  اصله ببر


ا صلیت  له  خپلې   ژ بې  ما لو میږ ي
هغه  و ر ک شي  چې د  ژ بې مني  جبر


چې لیکل ،لوستل په خپله  ژبه نه کړي
لیو ني د ي  خپل تندئ  و هي په  تبر


داکمال دئ چې څوک ډیرې ژبې زده کړي
خپله  ژ به  هیر و ل  کا ر  د ئ  د ګبر


پښتا نه  که  د پښتو تپو س  و نه کړ ي
په ژوندیني  به يي ورک شي ځای د قبر


چې په سوچ  دپښتو نه وي پښتون نه دئ
خد متګا ر ه  هیڅ  سرکو ز ې  نه د ئ  ببر






تور القاب


په  وعد و  د نن  سبا شو مه  خر ا ب
مړاوي اوښکي مي په مخ شولې سیلاب
چې مخ پټ کړې لا دي حسن لمبه وکړي
ډیر تاوجن وي ډوب په وریځوکې افتاب
تو ر  با ڼه  د ي  لکه  غشي  را ور یږ ي
طبیب  نه کړ ي  د رنځو ر هسي  جو ا ب
د پښتو ن  ا شنا  د هجر  د و ز خ  ګو ر ه
په  هر وار ي  را کو ي  نو ى  عذ ا ب
د جا نا ن  په لید و ځکه  و ا ر ختا  شم
هر لیدل  يې  د بیلتون  و ي  نوى  باب
له وژونکو سترګو رحم غوښتئ نه شې
په  سینه  کې لر ي  ز ړه لکه  قصا ب


پښتا نه  په سر ښند نه  ډګر  یو سي
دحا صل په وخت کې تور واخلي القاب
خدمتګاره آرام مه غواړه په عشق کې
په د ې لار ه کې قبول کړ ه اضطر اب