کور / تازه خبرونه / په خوست کي دفوټبال سيالۍ پيل شوې

په خوست کي دفوټبال سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت په سپورتي لوبغالي كې د فوټبال هغه سيالۍچې څوورځې وړاندې پيل شوې وې ، د دغه ولايت د غرغښت او مجاهد لوبډلوترمنځ لوبه وشوه اوپه پايله كې يې غرغښت لوبډله وتوانيده چې مجاهد لوبډلې ته يود صفر په مقابل كې ماتي وركړي. د دې سياليو په لومړنۍاوونۍ كې د خوست ولايت اړوند د څلورو سيمو مختلفې لوبډلې له يو ې او بلې سره ولوبيدې چې په پايله كې يې متون بابالوبډلې، د غرغښت ځوانانو لوبدلې ته او د هوايي ډګرلوبډلې د شهيدبابا لوبډلې ته په روانو سياليوكې ماتي وركړي. نن د خوست ولايت د متون مجاهد او د غرغښت لوبډلو ترمنځ په زړه پورې لوبه وشوه، چې تر دوهم نيمايي پورې برابره روانه وه. خو د لوبې په دوهم پړاو كې د غرغښت لوبډله پدې وتوانيده چې په خپله سياله لوبډله يانې د متون مجاهدپه ګول باندې ګول ووهي. اوپدې ډول غرغـښت لوبډله د دې ورځې ګټونكې وپيژندل شوه.



په خوست کي دفوټبال دسياليو پيل