کور / تازه خبرونه / خوست:لس شکمن کسان نيول شوي دي

خوست:لس شکمن کسان نيول شوي دي

ايتلافي ځواكونوپه جنوب ختيځ زون كې يوه اعلاميه خپره کړي ده چي د لراوبر ويب پاڼي ته هم رارسيدلي ده په اعلاميه كې يي ويلي چې له افغان ځواكونوسره په ګډه يې د خوست ولايت په تڼيو او ګربزو ولسواليوكې له وسله والوطالبانو سره د تړاو اوپه چاودنو كې د لاس لرلو په تور د يوه قوماندان په ګډون لس شكمن كسان نيولي دي.
دوى وايي چې له دغو كسانوسره يې لاسي بمونه، د چاوديدونكوتوكو ډك واسكټ اونورې سلاوې نيولي اووروسته يې په هغه ځاى كې چاودنه وركړي ده.
همداشان په اعلاميه كې زياته شوې چې په ورته ډول يې د دغه ولايت په تڼيو ولسوالۍ كې هم عمليات كړي او پدې كې هم شپږ تنه چې نومونه يې هم ليكل شوي نيولي دي.
خبرځاى وايي چې دغوكسانوهم، د دولت اوايتلافي ځواكونو پر وړاندې په وسله والو بريدونو او بمي چاودنو كې لاس درلود او په همدې مهال يې له دوى سره شپې پاڼې، د چاوديدونكوتوك واسكټ اونور مهمات نيولي دي.
خوطالبانو تردې مهال د نيول شويو كسانوپه اړه خبري رسنيوته څه نه دي ويلي.