کور / تازه خبرونه / تازه خبر:په کندها کې چاودنې مرګ ژوبله واړوله

تازه خبر:په کندها کې چاودنې مرګ ژوبله واړوله

چاودنه دلويو لارو دساتونکو پوليسو پر موټرنيم ساعت وړاندي وشوه . دوه پوليس يې ووژل او درې نور ټپيان شول . دکندهار دسرحدي ليوا يوه قوماندان وويل چې چاودېدونکي توکي دکندهار سپين بولدک پر لويه لاره ځاى پر ځاى شوي وو . دده په خبره پېښه دريموټ کنټرول په وسيله سره شوې ده . دقيقاً دسپين بولدک او کندهار پر لويه لاره دپېښي ځاى وت غره ته نېژدې ښودل شوى چې شل کېلو متره دکندهار لروته پرته سيمه ده . دغو امنيتي ساتونکو دسړک جوړونې دهغو کارکوونکو ساتنه کوله چې دکندهار سپين بولدک لويه لار جوړوي . په پېښه کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي چې يو کس ټپي ترلومړنيو درملنو وروسته کورته لېږل شوى او دوه نور روغتون ته وړل شوي دي .