کور / تازه خبرونه / فراه :د ملي اردو لوا د قوماندانۍ د رغونې چارې پيل شوې

فراه :د ملي اردو لوا د قوماندانۍ د رغونې چارې پيل شوې

په فراه کې د ملى اردو لوا د قوماندانۍ د رغونې چارې پيل شوې 


کابل، افغانستان ( د وري مياشتې ٢٥ مه نېټه) – په دې وروستيو کې د فراه ښار ته نژدې يوه ودانيزه پروژه د ملى اردو د لوا د قوماندانۍ د ودانۍ  د ودانولو کار پيل شو. 


دغه يوه کلنه پروژه چې 4000 کارګرانو ته به د کار زمينه برابره کړي او کابو د 2000 سرتيرو ظرفيت به ولري.  


په هرات کې د ملى اردو د 207 م کنډک قوماندان – جنرال جلندر شاه د نوموړې  پروژې ستاينه  وکړه او دا يې د ملى اردو د پرمختګ لپاره يو مهم ګام وګڼل. هغه وويل:” مونږ ډير خوشحاله يو چې د نوې قرارګاه ودانيزې چارې ګورو او دا قرارګاه به د افغانستان په لويديځ کې تر ټولو نه مهمه قرارګاه وي.” 


د ملى اردو دا قرارګاه د متحده ايالاتو د پوځ د انجينيرانو قول اردو يوه برخه ده او پلان لري چې د فراه په ولايت کې امنيت ټينګ کړي. تر 85 ميليونه ډالرو څخه زياتې پيسې به د راتلونکي کال په اوږدو کې د بيلا بيلو پروژو په اړه په فراه کې ولګول شي. دا پروژې د ملى پوليسو  8 قرارګاوې دي چې په لاندې ولسواليو کې يوه يوه قرارګاه په نظر کې نيول شوى دى: شيب کوه ، لشوا جويان ، ګلستان ، پرچمن ، بکوا ، پشت رود، خاک سفيد او قلعه کاه او په نوموړې ولسوالۍ کې  د سلو کسانو لپاره د سرحدى پوليسو قرارګاه. 


د فضل الله ودانيز انجينيري شرکت به دا قرارګاه ودانه کړي چې د ودانولو لپاره به يي له بلوکونو څخه کار واخيستل شي چې دا په افغانستان کې د ودانولو نوى ميتود دى.