کور / تازه خبرونه / شپېګل : د افغانستان په شمال کې د خطرې اندېښنه زياته شوېده

شپېګل : د افغانستان په شمال کې د خطرې اندېښنه زياته شوېده

يوې آلمانۍ اوونيزي  اشپېګل  په خپل يوه ګزارش کې ليکلي دي چې د افغانستان په شمال کې چيري چې  آلماني ځواکونه  د  نظارت او څارني په حال کې دي ،  هلته د هري ورځي په تېرېدو سره اړو دوړ زياتيږي او په دې توګه  د ملکي کسانو د تلفاتو شمېره هم  ورځ په ورځ  جګيږي ، دغي وضعي  و آلماني مقاماتو ته  زياته  اندېښنه اړولې ده  .


 دغه آلماني اووه نيزه ليکي چې  د سږني  ژمي په ورستيو اووه نيو کې د افغانستان د شمال امنيتي وضعه تر هر وخت  نه زياته خراپه سوېده .


ددې ګزارش له مخې د آلمان د پوځ تر ټولو لوړ پوځي مقام چې د“وولفګان ګاشنايډرهان” په نامه ياديږي ددې هيواد  د دفاعي مجلس په وړاندي ويلي دي چې  د افغانستان په شمال کې د آلماني ځواکو پر ضد د ټروريستي حملو زياتوالی  زياتي اندېښنې را پيدا کړي دي . 


اشپیگل همدارنګه ليکلي دي چې د افغانستان په شمال کې د وضعي د خرابتيا په وجه د آلمان پوځي ځواکونه د ډېر عصبانيت او سر در ګومۍ په حالت کې د ي .