په بلوچستان کې د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين درې ورځنی کمپاين پيل سو .

رفيع الله مندوخېل | جولای 16th, 2012


په کوټه او د ايالت په ټولو لويو او وړو ښارونو کې د پوليو يا ګوزڼ ناروغۍ پر ضد د واکسين ورکولو درې ورځنی کمپاين د دوشنبه په ورځ پيل سو، چې د روانې جولايي مياشتې تر اتلسمې نېټې پوري به دوام وکړي .
په ياد کمپاين کي به په ټول ايالت کي شپږزره ټيمونه کورپرکورګرځي، او هغه ماشومانوته چي عمرونه يې ترپنځوکلونوپوري وي، واکسين ورکوي . کمپاين په داسي وخت کې پيلېږي، چې تېره اوونۍ د کوټې په سبزل سيمه کې د يوې دوه کلنې ماشومې په ګوزڼ ناروغۍ د اخته کېدو خبر ورکړل سوی دی .
په کويټه کي روغتيايي چارواکی ډاکټر يوسف بزنجو وايي، چي دکمپاين لپاره بشپړه تياری نيول سوی، او د ايالت دوه ميليون ماشومانوته به د کمپاين په ترڅ کې د پوليو څاڅکي ورکول کېږي .
د روغتيا د نړيوال سازمان چارواکي شمس الله ترين د کمپاين په هکله وويل چې د پوليو يا ګوزڼ پر ضد د وکسيناسيون په کمپاين کې تر ټولو غټه ستونزه ماشومانو ته له څاڅکو ورکولو انکار دی . کوم چا چې له دې انکار کړی، د هغوی په کورونو کې ماشومان د پوليو په ناروغۍ اخته سوي دي . زه له ټولو ميندو او پلرونو غوښتنه کوم، چې پر خپلو ماشومانو دي بايد رحم وکړي .
د روغتيايې چارواکودمعلوماتوله مخې په پاکستان کې تر اوسه دپوليو ۱۹۸ مثبتي پيښي ثبت سوې دي، چې ۷۲ د بلوچستان په کوټه، پښين اوکلا عبدالله اوځينونوروسيموکي ثبت سوې دي . او د تېر مېلادي کال راهيسې په ايالت کې ۱۴ مثبتې پېښي ثبت سوې دي .
په ايالت کې له ديني عالمانواو قبايلي مشرانوغوښتنه سوې، چې د پوليو يا ګوزڼ د مبارزې له کمپاين سره همکاري وکړي، څو دغه ناروغي په بشپړه توګه له منځه يوړل سي .

rafiullah.mandokhail@gmail.com

Copyright Larawbar 2007-2024