په مخامخو ډزو کي دوه بهرنيان ووژل سول

عطاالله محمدي | جولای 16th, 2012


لراوبر ته د ناټو ځواکونو له لوري يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي تېره نن ورځ د افغانستان په لوېديځ کي د وسله والو په ډزو کي دوه بهرنيان ووژل سول .
خبرپاڼي د تل په څېر د وژل سوو بهرنيانو د وژل کېدو کره ځاى او د هغوى هويت پټ ساتلى.
وسله والو طالبانو په ختيځ کي په بېلابېلو سيمو کي پر بهرنيانو د بريدو خبر ورکړى او هغوى ته پکښي د مرګ ژوبلي د اوښتو خبره هم کوي.

Copyright Larawbar 2007-2024