کور / شعر / پښتنو

پښتنو

ټول شی راټول ای لــر او بر پښـــتنو
په غــــــم لړلو در په در پښــــــــــتنو
دا د نفاق اورونه مړه کړی بس دی
ټول شی يو موټی يو ټــــبر پښـــــتنو
يا احمد شاه او يا مـــــيرويس راولی
يا آزادخان او يا اکـــــبر پښــــــــتنو
بس دی نور سل او نولــس کاله وشو
تر څو به يو خاوری په سر پښـــــتنو
کړی خو مونږ د غامی نه مــــــــنو
ای د اټک او د کـــــابل پښـــــــــــتنو
دا انګريزان مو پخوانی دی دښــــمن
دا پنجابيان سله کړی جنګ پښـــتنو
ھم پښــــــتانه وزيرستان کښی وژنی
ھم دی قنـــــدھار په وينو رنګ پښتنو
نه القـــــاعده يو نه انطـــــــھار پيژنو
نو ولی يو مونګ داغ د ننګ پښــــتنو
د انګــريزغاښ مو په ميوند مات کړی
زمونګ معلوم دی ورته جنګ پښــــتنو
په تنھايی د انګريز وس نکيـــــــــــــده
شپږ ديرش ملکو کړی يرغل پښـــــتنو
راشی قوت شی د کرزی د مټــــــــــــو
د شاه شجاع په شان دی ګير پښـــــــتنو
د احمد شاه جرګی کړی بـــيا را جوړی
کړی لــر او بر بيا يو وطـــــن پښـــــتنو
د ډيورند کرښــــــــــه کړی ورانه نوره
خپل کړی معلوم کور او ګودر پښـــــتنو
که مو ميړانه وکړه ټول راټول شــــــوی
حيرت به ھله شــــــی خرسند پښـــــــــتنو
مزار شريف ٠٧ جوای ٢٠١٢