ناټو : شکمن کسان مو نيولي

عطاالله محمدي | جولای 17th, 2012


د ناټو ځواکونو له لوري لراوبر ته يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي د افغانستان دوو ولايتو روزګان او هلمند کي ئې يوشمېر پلټونکي عمليات کړي چي په پايله کي ئې يو قوماندان چي ملا نور محمد نومېږي د روزګان په ولايت کي نيولى او يوشمېر شکمن کسان ئې د هلمند ولايت په سنګين اولسوالۍ کي نيولي.
خبرپاڼه ليکي چي په دې عملياتو کي د دوى لوري ته کوم زيان نه دئ او‌ښتى.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه نه افغان حکومت او نه هم وسله والو طالبانو تر اوسه څه ويلي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024