کور / سپورټي / کرکيټ: بست زون د هيواد د زونونو په کچه اتل سو

کرکيټ: بست زون د هيواد د زونونو په کچه اتل سو

د بست زون د کرکيټ لوبډلي د افغانستان د پنځو زونونو په کچه په يوه ورځنيو سياليو کي لومړى مقام ترلاسه کړ.
دغه سيالۍ چي څو ورځي دمخه پيل سوي وې، پايلوبه يې پرون د بست او بندامير لوبډلو ترمنځ وسوه، چي بست پکښي بندامير ته ماته ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
دبست لوبډلي څخه سميع آغا د لوبي بهترين لوبغاړى وبلل سو، ثنا‌ءالله د ١٢ لوبغاړو په سوځلو د سياليو بهترين توپ اچونکى او شوکت زمان د ٢٩٨ منډو په جوړولو سره د سياليو بهترين توپ وهونکى اعلان سو.
د دې لوبي بشپړ جزيات به وروسته پر ليکه سي.