کور / راپور / په ننګرهار کې د علمي – تحليلي سيمينار راپور

په ننګرهار کې د علمي – تحليلي سيمينار راپور

افغانستان څنګه وژغورو؟


د پنجشنبې په ورځ د جلال آباد  ښار د قبايلو په لوی تالار کې د ويښ افغان او د ولسي ښېګڼو د ټولنې له خوا په ګډه د (افغانستان څنګه وژغورو؟) تر سرليک لاندې يو علمي – تحليلي سيمينار جوړ شو. په سيمينار کې د ننګرهار، کونړاو لغمان ولايتونو څخه يو زيات شمېر قومي مشرانو، ديني عالمانو، د پوهنتون استادانو، فرهنګيانو او ځوانانو ګډون  کړی وو. سيمينار چې د سکرتريت چارې يې ښاغليو نظيف الله ځيرک او اسدالله ساحل او دريځ چارې يې ښاغليو امرالله امېد او سلطان عزيز اعزام پرمخ وړلې، د ماسپښين په درې نيمو بجوري  د قاري صيب عبيدالله له خوا  د قرآن پاک د سپېڅلو آيتونو په تلاوت پيل شو. په پيل کې ښاغلي امرالله امېد وويل، چې د افغانستان څنګه وژغورو؟ تر سرليک لاندې د سيمينار لړۍ د ويښ افغان ټولنيز اصلاحي تحريک په نوښت له خوست ولايت څخه پيل شوه، دا دی د ولسي ښېګڼو ټولنې په ملګرتيا دغه سيمنار دلته په ننګرهار کې هم جوړ شو او په همدې توګه به د سيمينار لړۍ د افغانستان نورو لويو ښارونو ته هم وغځول شي. ده وويل چې د دغو سيمينارنو اصلي موخه دا ده چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ګران افغانستان د ستونزو په اړه خبرې وشي او د حل لارې ورته ولټول شي.



د ښه راغلاست لپاره ډاکتر صيب اسدالله ښالېز راوبلل شو. نوموړي وويل چې د جلال اباد د سخت دوبي په ګرمۍ  کې په سيمينار کې د دومره زياتو هېوادوالو ګډون د دوی د افغاني احساس ښکارندويي کوي او پر ګډونوالو يې غږ وکړ چې راځئ د افغانستان د ژغورلو لپاره فکرونه او لاسونه سره يو کړو.
د افغانستان پياوړی ليکوال او مفکر استاد محمد آصف صميم د پرانيستونې وينا لپاره راوبلل شو. استاد صميم په افغانستان  کې د ۳۵ کلن ناورين او ناخوالو لنډه ارزونه وکړه. ده وويل چې ځوانان غواړي تاسو راويښ کړي چې که  ناراضه ياستئ او نا ارامه ياستئ نو تر څو پورې به ياستئ؟ ده وويل چې هسې خو ټول قرآن پاک د بشر د هدايت لپاره دی ، خو راځئ چې پردغه آيت چې زموږ سمدستي په کار دی، يعنې : (ان الله لايغير ما بقوم حتی يغيروا ما بانفسهم) غور وکړو. ده زياته کړه چې لاهم څو تڼۍ په ګريوانه پاتې دي، ستن هم شته او تار هم شته،  يوازې د ګنډلو لپاره بلد کس ته اړتيا ده. ده په دې اړه چې څنګه ملت د محتاجۍ له دغه کلتور څخه، چې (اوس به بابا غوښې ډوډۍ راوړي!) وژغورو، خبرې وکړې او پر ولس يې غږ وکړ چې راځئ د قلم، ليک او لوست او تفاهم له لارې روان  ناورين او ناخوالو ته د پای ټکی کېږدو. ده وويل څوک  چې له تلپاتې ژوند سره مينه لري نو د خپل ملت د ژوند لپاره دې ځان قربان کړي. ده پر ګډونوالو غږ وکړ چې:  راځئ د ځوانانو له دغه کاروان سره يوځای شو او ملا يې وتړو، زه پر دغو ځوانانو باور لرم چې هېواد ته به د خدمت جوګه وګرځي، راځئ دا نسخه وازمايو.



تر استاد صميم وروسته استاد محمد  ناصر حليمي په  هېواد کې د عام  فساد او د  منليو ارزښتونو د سقوط په اړه وينا وکړه. ده وويل چې الله تعالی جهان پيدا  کړ او يو ميزان يې کېښود او بيا يې له انسانانو وغوښتل چې په دغه ميزان کې تېری او زياتی مه کوئ. نو د الله (ج) په  ميزان کې چې څوک زياتی کوي هغه ته مفسد  وايي. استاد حليمي وويل چې ارزښتونه د خپل ګټورتيا (مادي او معنوي) له  مخې د ولسونو حيثيت ټاکي. ده د ارزښتونو پر بېلابېلو ډولونو خبرې وکړې او ويې ويل چې که چېرې داسې کسان رامخکې شي چې دغو ارزښتونو ته تر خپلو شخصي ګټو زيات اهميت ورکړي نو بيا کېدای شي هېواد وژغورل شي. مانا  دا چې لومړی بايد د ايثار ارزښت وروزل شي. ده د قرآني ايتونو په رڼا کې وويل چې د هر شي د له  منځه وړلو علت د هغه  په داخل يا په منځ کې وي، که غواړو فساد له منځه يوسو نو دا فساد له بهر څخه له  منځه نه وړل کېږي. ده ټينګار وکړ تر څو چې د حرامو خوړل موږ وجداناً اراموي، موږ نارغان يو او علاج ته اړتيا لرو. 



ورپسې عبدالرزاق پاچا دريځ ته راوبلل شو. نوموړي په عمومي توګه له روانې غمېزې څخه د وتلو پر لارو چارو خبرې وکړې او پر ملي يووالي او افغاني روحيه يې ټينګار وکړ او کار اهل کار ته سپارل، خلکو ته د بوختيا پيداکول، د سواد او پوهې خپرول، د ملي امنيتي ځواکونو پياوړتيا ، د پانګونې لپاره د مناسب چاپېريال برابرول يې له روان ناورين څخه د وتلو په لار کې ډېر مهم وبلل.
استاد اکبر شېر د سيمينار بل وينا وال و، چې د پرديو له  پر له پسې تېريو څخه د خلاصون پر لارو چارو يې هر اړخيزې خبرې وکړې. ده وويل چې تر ۱۳۵۷ کال وړاندې په افغانستان کې پر خپلو پښو ولاړ ملي حکومت موجود و، خو تر هغه  وروسته د خلق، پرچم، مجاهدينو، طالبانو او کرزي رژيمونه يو هم ونه توانېدل چې يو ملي او خپلواک حکومت رامنځته کړي چې مهم  لاملونه يې دا وو: د زعيم يا مشر د ټاکلو لپاره نامشروع لارې؛ ذينفع ګروپونه  لکه مؤسسات، شرکتونه او مدني ټولنه ټول د شخصي ګټو لپاره کار کوي؛ ذيعلاقه ګروپونه ( ۴۰ هېوادونه) هر يو خپله اجنډا تعقيبوي؛ د لويو سياسي ګوندونو ، ښې حکومتوالۍ نه  شتون او د نا اهلو چارواکو ګومارل. ده پر ګډونوالو غږ وکړ، چې راځئ يوه لويه ملي اجماع رامنځته کړو او ديوه مناسب سياسي نظام، معقول اقتصادي سېستم او معقول بهرني سياست لپاره کار وکړو.



ورپسې څېړندوی عبدالقيوم  زاهد دمشواڼی له ناپوهۍ او بې سوادۍ سره د مبارزې پر لارو چارو خپله مقاله واوروله. ده وويل چې د اسلام  پېژندنه يوازې د پوهې له لارې کېدای شي. استاد مشواڼي وويل چې موږ  احساساتي مسلمانان يو خو اساساتي مسلمانان نه يو، د دين په  لاره کې قرباني ورکوو خو پېژنو يې نه. ده ټينګار وکړ چې که موږ  غواړو سوکاله واوسېږو، د پرديو له  لاسوهنو په  امان  شو او خپل وطن په خپله جوړ کړو، نو بايد پوهې او زده کړې ته مخه کړو. ده په دې اړه چې څنګه کولای شو د پوهې لاره خپله کړو وويل چې په دې لاره کې کولای شو د نورولسونو له تجربو ګټه واخلو او لاندې لارې چارې يې په ګوته کړې:  هرلوستی افغان بايد لږترلږه خپل يو هېوادوال ته ليک لوست ورزده کړي؛ د ښځو تعليم  ته ځانګړې پاملرنه وشي ځکه که ميندې باسواده  شي نو اولادونه به يې ټول با سواده وي؛ ديني عالمان کولای شي ولس د سواد او پوهې زده کړې ته ډېر ښه وهڅوي، په دې لار کې د دوی مرسته وغوښتل شي؛ رسنۍ کولای شي د پوهې او سواد په خپرولو کې ډېر اغېزناک  کار وکړي. ده پر ټولو افغانانو غږ وکړ، چې راځئ دا  ځل په علم او پوهه کې تربورولي وکړي، راځئ په هېواد پالنه کې تربورولي وکړو او راځئ د هېواد په جوړونه کې تربورولي وکړو!



د سيمينار وروستی ويناوال  ډاکتر تاج الدين  ملتمل و، چې په افغانستان کې يې د ملت جوړونې په اړه يو ډېر جامع پرېزنټېشن وړاندې کړ. ده لومړی د ملت جوړونې پر اساساتو خبرې وکړې او په دې لړ کې يې منل شوې پولې، ګډ تاريخ او وياړونه، ګډ ملي کلتور، پياوړی توليدي اقتصاد، پياوړی مرکزي دولت، هوډمن ملي يووالی او ژمن ملي وسله وال ځواکونه اړين وبلل. وروسته ډاکتر ملتمل د افغان ملت پر تاريخي خط السير رڼا واچوله او ويې ويل، چې افغان ملت تل په جګړه کې پاتې شوی او يو توريالی او جنګيالی ملت دی، خو له بده مرغه تل په عکس العمل کې پاتې شوی مانا دا  چې تل تېری پرې شوی بيا  افغان ملت عکس العمل ښودلی خو د خپلواکۍ ساتلو لپاره يې تدبير نه درلود او لامل يې داو چې په  سياسي لحاظ بې خبره و، او مدبر سياسي زعامت يې نه درلود. پر دين يې تل قرباني ورکړې ده خو له دين  څخه بې خبره و. کله  يې چې غليم  ته ماته ورکړه  بيا په خپلو کې جنګېدلی دی. ډاکتر ملتمل په دې اړه چې موږ يو ملت يو که نه، وويل چې په ملت جوړونه کې ډېر پرمخ تللي و خو وروستيو ۴۰ کلو د ملت جوړونې بهير ډېر شاته وغورځاوه. ډاکتر ملتمل د ملت جوړونې لارې چارې په دې توګه په ګوته  کړې: تفاهم او د يو بل زغمل، د يو بل د حقوقو منل، کار اهل کار ته سپارل او خنډونه يې داسې په ګوته کړل: فقر، بېسوادي، ناوړه  جغرافيوي موقعيت، مختلط قومي ، ژبنی، توکميز او مذهبي ترکيب، د مدبرو زعيمانو نشتوالی، مغرض ګاونډيان، پرله  پسې جګړې او د نړيوالې ټولنې مغرضانه لاسوهنې.


  ط


په پای کې د سيمينار ګډونوالو په آزاد بحث کې برخه واخېسته او له روانې غميزې څخه يې د وتلو پر لارو چارو بحث وکړ او ګټور نظريات يې وړاندې کړل چې د سيمينار د سکرتريت له خوا په  تفصيل سره وليکل شول. سيمينار د استاد صميم له خوا د دوعايې په لوستلو پايته ورسېد.



د يادونې وړ ده چې د سيمينار د غه لړۍ به د ويښ افغان ټولنيز اصلاحي تحريک له  خوا د افغانستان نورو ولايتونو ته هم غځول کېږي او په  پای کې به  د دغو سيمينارونو په رڼا کې په کابل کې یو لوی سيمينار جوړېږي او د روانې غميزې مهم  لاملونه به  د ورکشاپونو په ترڅ کې څېړل کېږي او د حل لارې به  يې په  ګوته کېږي. ويښ افغان به د همدغو سيمينارونو له پايلو څخه د خپلې تګلارې او عملي ستراتيژۍ په برخه کې کار اخلي.