د ناټو يوه پوځي څرخکه ولوېده

د لراوبر اداره | جولای 18th, 2012


ناټو خبر ورکړ چي ددوی دوه سرتيري نن سهار د افغانستان په ختيځو سيمو کي د يوې پوځي څرخکي د لوېدلو په پېښه کي زخميان سويدي .


په دې اړه لراوبر ته په راغلې خبرپاڼه کي نور جزيات نه دي ورکول سوي ، نه هم د پېښي دقيق ځای او د څرخکي د لوېدلو علت څرګند سوئ دی . د ناټو په وينا دوی د پېښي په اړه پلټني پيل کړيدي .


په يوه بله خبرپاڼه کي تازه لراوبر ته راورسېده ناټو د خپل يوه بل پوځي د وژل کېدو خبر ورکړئ دی ، دا پېښه هم په ختيځ افغانستان کي رامنځته سوې ده خو د خبرپاڼي پر اساس دغه پوځي د بمي چاودني په ترڅ کي وژل سوی دی .


archef image زوړ عکس

Copyright Larawbar 2007-2024