کور / هستوي فزيک / ګټمن پوستکالی – بروسر (۱)

ګټمن پوستکالی – بروسر (۱)

(1) Useful Software-Browser


لټوونی يا ویب برَوسر هغه پوستکالی (Program) يا د اپلېکېشن  و يوه بنډل  ته ويل کيږي چي په ذريعه يې انټرنيټي ویب پاڼي ښودل کيږي ، دا پاڼي کېدای سي چي د انځورونو، متنونو ، ويډيوګانو او يا هم  له نورو مالوماتوڅخه برخمني وي  يا په بل عبارت د بروسر لومړنۍ  وظيفه دا ده چي دانټرنیټ و کارن (User) ته انټرنیټي ویب پاڼي ښکاره کړي.



د بېلګي په توګه که څوک و غواړي خبرونه ، برېښناليک او ياهم د فېسبوک (Facebook) ویب پاڼي خلاصي کړي لومړی بايد بروسر پرانيزي او وروسته د اړوندي ویب پاڼي ادرس ورکړي .


د وينډوز په چليزسيستم کي د انټرنیټ ايکسپلورر (Internet Explorer) په نوم لټوونی شتون لري چي د مايکروسافټ کمپنۍ لخوا پکي جوړسوی دئ؛ په دې سربېره نور بروسرونه هم په انټرنیټي ویب پاڼو کي شته چي په اسانۍ سره يې کښته او انسټالولی سئ.


د مشهورو بروسرونو نومونه او رسمي ویب پاڼي يې  لاندي درته ليکل سوي .


۱)انټرنیټ ايکسپلورر (Internet Explorer):
۲) آپيرا (Opera):
۳)فايرفاکس – موزيلا (FireFox,Mozilla)
۴)سفاري (Safari):
۵)نیټسکپې (Netscape):
۶)ګوګل کروم (Google Chrome):


http://windows.microsoft.com/en-US/internet-explorer/downloads/ie
http://www.opera.com/download/
http://www.mozilla.org/en-US/firefox/new/
http://www.apple.com/safari/
http://services.isp.netscape.com/software/download2.jsp
https://www.google.com/intl/en/chrome/browser/


د بروسر ځانګړني :


اکثره مشهور بروسرونه لاندني ځانګړني په خپل ځان کي لري:
• د Back او Foward تڼۍ : د Back تڼۍ په ذريعه شا پاڼي او د Forward تڼۍ په ذريعه مخپاڼي ته تللی سئ.
• د Refresh يا Reload تڼۍ : د صفحې د تازه کولو لپاره .
• د Stop تڼۍ : کله چي يوه ویب پاڼه د پرانيستو په جريان کي وي، کولای سئ هغه ودروئ.
• د Home تڼۍ :  د دې تڼۍ په ذريعه کارن (User) مخپاڼي ته را ګرځي.
• Address Bar : د بروسر په دې برخه کي کارن (User) د ویب پاڼي ادرس ورکولای سي.


کوښښ وکړئ چي کمپیوټر کي مو اخيرنۍ نسخه انسټال وي .
د نسخې د مالومولو لپاره لازمه ده چي د Help مېنو څخه د About Internet Explorere کمانډ کليک کړئ. (د موزيلا لپاره بيا About Mozillaاو داسي……).
دبېلګي په توګه دلته د انټرنیټ ايکسپلورر د نسخې يو انځور درته ښکاره کوم.



په نړۍ کي ترټولو ډېر کارېدونکی بروسر:


د بروسرونو (لټوونو) مياشتنۍ احصائيه.
دلاندي جدول احصائیه چي د ۲۰۱۲ م کال د لومړيو شپږو مياشتو لپاره ده، ددې ښودنه کوي چي انټرنیټ ايکسپلورر ، فايرفاکس او کروم (ګوګل) تر ټولو مشهور بروسرونه دي.