کور / سپورټي / کرکيټ:د ۵ زونونو سيالۍ بوست زون وګټلې

کرکيټ:د ۵ زونونو سيالۍ بوست زون وګټلې

دافغانستان دکرکټ بورډ لخوا د ٥ زونونو په کچه دکرکټ يوره ورځني سيالي د بوست زون په ګټه پاي ته ورسيدي
دغه سيالي چي دتيرو ٣ اوونيو راپديخوا دکابل په کرکټ لوبغالي پيل سوي وي تيره ورځ يي پاى لوبه دبوست او
بندا امير لوبډلو ترمنځ ترسره سوه
د بند امير لوبډلي کپتان پجه وګټل او لومړى پخپله دتوپ وهني پريکړه وکړه ، بندامير وتوانيدي چي په ٣٨ اورونو
کي دټولو لوپغاړو په سوځيدو سره ١٦٩ منډي ترسره کړي او خپل مقابل لوبډلي ته د ١٧٠ منډو هدف و ټاکي
دبوست لوبډلي مقرر هدف په ٣٤.٤ اورونو کي ترسره کړى او د دي سياليو لومړى مقام يي ځان ته خپل کړ
د بوست لوبډلي لخوا کپتان سيميع اغا ٦٢، شوکت زمان ٥٢ منډي دخپلي لوبډلي لپاره ترسره کړي
دبوست لوبډلي تکړه او تيز توپ اچونکي ثناءالله چي ١٢ لوبغاړي يي سوځولي وه په دي سياليو کي دغوره توپ اچونکي مقام و ګټي او همدارنکه تکړه توپ وهونکي شوکت زمان د ٢٩٨ منډو په جوړولو سره ددي سياليو د غوره توپ وهونکي مقام خپل کړ.
دافغانستان دکرکټ بورډ اجرائيه رئيس ښاغلي حامد شنواري پرلوبغاړو د جايزو د تقسيم وروسته خبريالانو ته وويل چي دى دبوست زون دلوبډلي دښه لوبي څه ډير خوښ دي او دهغه مبارکي ټول زون ته وايي، هغه وويل چي ددي سره چي په هغه سيمه کي تراوسه هيڅ امکانات نسته خو دوى بيا هم په خپل ښه استعداد او يووالي سره پدي وتوانيدل
چي د زونو دغه سيالي وگټي هغه زياته کړه چي په راتلونکو ٣ مياشتو کي به دکندهار ښار په عينو مينه کي دکرکټ
نړيوال لوبغالي پرانيزي او کاربه پرپيل سي.