کور / مېرمن / دميندو هيجاني حالت

دميندو هيجاني حالت

نېټه :١٣٩١ثور ٢٠
پيلامه
دبشري ژوندانه دتوکمېزو، جنيټيکي ، بيولوژيکي اساساتو او رواني پديدو لپاره يوه ځانګړې پوهه چي له ميلاده څخه مخه دڅېړني پروسه تر دمه را پيل سوې ؛روانشناسي ده .
هغه اساسات باله سي چي دانساني کړو ، وړو ، خاصيتونو او ځانګړنو دپلټني او دنواقصو په مواردو کي دترميم په موخه دممکنه لارچارو سنجول يې تر دې دمه دمحقيقينو په مټ دوام کوي
ددې پوهني دعمومي فهرست او مفرداتو په اړوند دفردي ټاکني تعقيب او دهغه خلصه پايله را ايستل ځانته ډېره موده په بر کي نيسي ،ځکه نو دلته ددرانه قدرت الله استاد نظري دراکول سوي کورنۍ دندي په اساس اړتيا ده چي دپورته مطلب په روښانتيا سره دهمدې سر ليک پر مرکزي ټکو خبري وسي چي ستاسي درنو توجه ورته را اړوو :
مرکزي نقطه : په نس کي دماشوم لرونکې ښځه يا اميندواره ښځه دجامعې دافرادو له جملې هغه څوک ده چي دانساني ټولني نيمي برخه تشکليوي ، دپيغمبرانو ، اوليا الله ، پوهانو ، انجنيرانو ، دوکتورانو کسبګرو او …… را وړونکې او زېږوونکې ده .
داهغه څوک ده چي ټولنه پر جوړه ده ځکه نو په دې ليکنه کي بارداره ښځه ددې ليکني مرکزي ټکئ او دهغه په اړوند له نورمال حالت څخه وهيجاني حالت ته دهغې اووښتون صورت نيسي چي په دې مر حله کي دا صورت ديوه موقتي محراق په توګه دهغې يو صفت بولو

هيجاني توب :
هيجان چي دحيران ، الپته ، وارخطا او ناقراره په نامه يادول کېږي صفت يې هيجاني توب دى په ګرامري اساساتو کي ددوو اسمونو يو ځاى کېدل کامله جمله په وجود نه را وړي بلکه کامله کلمه چي داتي مفهوم تر اخيسته کېږي په وجود را وړي ځکه نو دمور له نامه سره دهيجان داسم پيوستون منطقي لاره نه پيدا کوي بلکه اړتيا ليده کېږي ددې دمفهومي تکامل لپاره بياد دمور دنامه سره دهيجان داسم زېږنده صفت يو ځاي کوو او د(( مور هيجانيتوب )) مفهوم په لاس ځيني را وړو
دمور دهيجاني توب اصلي علتونه :
• له مور اوپلار څخه په ميراثي ډول دورپاته رواني تکاليفو ورپاته والۍ
• په کورنۍ کي دژوند له پيله دمنظم پروګرام نه موجوديت
• په پرله پسې له ډول له وړکتوبه تر مورکېدو پوري دناانډول فکري او رواني ستونزو موجوديت
• اولاد لرونکې مورته دهغې دماشومتوب دروزني په لړ کي دپلار له ځانګړنو دمنظم نظارت او دمور دپالني نه توجه

موقتي علتونه :
1. په کورني نظام کي دښځينه او ميړه تر منځه دمنظمي هماهنګۍ نه موجوديت
2. دمېړه په کورکي داقتصادي پروسې ضعف
3. دمنظمي غذا نه موجوديت
4. دممکنه ستونزي دپيښي پر مهال له باداره ښځي سره دهمدردۍ لرلو نه توجه
دحل لاري
1. په کورني او چاپيريالي اوضاع کي ديوه منظم او سيستماتيک اسلامي اساسي نظام جوړښت
2. منظم غذايي پروګرام
3. داقتصادي حالت نورماله توانايي
4. دمېړه او ماندينې تر منځ دبادارۍ او نه بادارۍ په صورت کي يوازي دجنسي غريوې دسړولو په نيت نه بلکه دژوند په ټولو برخو کي مثبت توافق
5. دباردارۍ پر مهال دکورنۍ دنورو غړو په ځانګړي ډول دخسر ، خواښي او مېړه له لوري دراتلونکي اولاد دزېږد په ملحوظ هغې ته لور دالله (ج) ديوه رحمت او زوئ هغې ته دېوه نعمت په توګه برېښوول .
مننه