لوګر:دشېخانو کلي پر نظامي اډه لارۍ بريد وسو
د طالبانو لخوا لراوبر ته په تازه رارسېدلې خبرپاڼه کي راغلي چي نن ماځيګر ۵ بجې يې دلوګر ولايت دبرکی برک ولسوالۍ په شيخانو سيمه کې په لویه امریکايي قرارګاه کي د طالبانو په وينا ټول ټال پکې له سلو زیات امريکايي عسکر اوسیدل دعبدالرؤف غزنوي لخوا دمازداموټر په وسيله ځانمرګی بريد وشوچې له امله يي د طالبانو په وينا مرکز مکمل ويجاړ شو او پکي ميشت په لسهاوو امريکايي امريکايي او افغان عسکر قتل اوټپيان شول ،
طالب وايي چي دغه مرکز يې له ډيرپخوا ترحدقې او هدف لاندې وو خو ددوی په وينا نن يې وکولای سول چي خپل يو وسله وال د يوې مزدا لارۍ بارتونو سره يو ځای دغه مهم نظامي مرکز ته .
طالبان ادعا کوي چي نوموړی مرکز د چاودنې دقوت له امله له ځمکې سره برابر سوی دی ،
بله خوا ناټو د نن سهار راهيسي دخپلو پوځيانو پر موټر د سړک غاړي بم په ترڅ کي د يوه کس د وژل کېدو او هيلي کفټر په لوېدلو کي د ۲ کسانو د زخمي کېدو خبرونه خپاره کړيدي خو ددغي پېښي په اړه يې تراوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي .