کور / سپورټي / پسله ۳۲ کاله روژه او د المپيک لوبي یو مهال دي

پسله ۳۲ کاله روژه او د المپيک لوبي یو مهال دي

په انګلستان کي د سږ کال (۲۰۱۲ز) د المپیک په لوبو کي د یقیناً درېیو زرو تنو مسلمانانو لوبغاړو لپاره پسله ۳۲ کاله د روژې میاشت او د المپیک لوبي پر یوه مهال دي . که څه هم د ماشومانو او ناروغانو لپاره د یو شمېر شرطونو پر اساس د روژې د نه نیولو اجازه سته ، خو د لوبغاړو لپاره په دې اړه بېلابیل نظرونه سته .


روژه هيڅکله نه پرېږدم :
یوه ډله په دې باور ده، چي هیڅکله به د المپیک او نورو لوبو لپاره د خپل مقدس دين اسلام د پنځو بناوو څخه د روژې فرض تر پښو نه لاندي کوي او تل به يې په فوق العاده توګه ادأ کوي . د دغه ډلي څخه یو هم د الجیریا هیواد څخه دالمپيک لوبو ته تلونکی لوبغاړی محمد خالد بلعباس دئ . نوموړي ته تر بدني روزني د خپل دین احترام او په صحیح توګه عملي کول ډېر ارزښت لري . بلعباس په دې اړه خپل نظر د France24 سره شریک کړئ، دی وايي : “سږ کال به هم د تل په څېر روژه پر خپل وخت نیسم . داسي نه ده چي روژه به زما پر لوبه منفي اغېز کوي، نور دا طبیعي ده چي د finish پر کرښه به تر عادي وخت یو څه زیات ستړی – ستومانه یم، توکل پر الله (ج) دئ .”


د المپيک لوبي حق اولیت لري :
هر مسلمان لوبغاړی د بلعباس په څېر د خپل دین سره زیاته مینه نه لري. یوه بله ډله هم سته، چي لوبو ته روژه پريږدي، څو وکولائ سي د لوږي او تندي منفي اغېز پر لوبو را ټيټ کړي او خپلي لوبي په بریالیتوب ترسره کړي. په دغه ګروپ کي د مراکش څخه لامبو وهونکې او په سینه لامبو وهلو کي د افریقا د ۵۰ او ۱۰۰ مترو فاصلې قهرمانه سارا البکري دځان سره فیصله کړې چي د لوبو پر مهال به روژه پرېږدي . نوموړې په دې اړه داسي وايي : “لوږه و تنده خو زموږ فزیکي قوت یقیناً کمزوره کوي . موږ مسلمانان د اسلام د پنځو بناوو د ترسره کولو په شرایطو کي یو دبله همنظره نه یو .”



د اسلامي هیوادونو هلي ځلي، د کمېټې پرېکړه او د مذهبي مشرانو فتوا :
یو شمېر هیوادونو لکه ترکیه، مصر او مراکش هلي ځلي کړي، چي د المپیک د لوبو په نېټه کي د مسلمانانو لوبغاړو په خاطر تغیر راولي، څو مسلمانان لوبغاړي د ذکر سوي ستونزمن کار سره مخ نه سي . خو دا خبره دالمپیک نړیوالي کمېټې (IOC) ورسره ونه منله . دغه کمېټه زیاتوي چي نېټه معلومه ده او د څو لوبغاړو په خاطر معلومه نېټه هيڅکله نه سي اړولائ .د المپيک کمېټې دغه اونۍ خپله خبره بیا تکرار کړه، چي دالمپیک د۱۷ – ورځنۍ لوبو په نېټه کي به تغیر را نه سي، ځکه دا نړیـــــــــــــــــوالي لوبي دي . د دې ترڅنګ يې دا هم روښانه کړې:”د المپيک په لوبو کي د بېلابیلو عقیدو پیرویان ګډون کوي او سره یو ځای کیږي; په دې کښي دا طبیعي ده چي د ځینو لپاره د جمعې، شنبې او یکشنبې ورځي دهغوی د دیني ورځو سره په ټکر کي دي .”



د المپیک د کمېټې د بشپړ خبر تر خپرېدو وروسته یو شمېر هیوادونو د فتوا په صادرولو خپل عکس العمل وښودئ . د عرب په متحده ایالاتو کي مذهبي مشرانو فتوا صادره کړې چي له مخي يې د المپیک د لوبو پر مهال لوبغاړو ته د روژې د نه نیولو اجازه ورکوي . علاوه پر دې په مراکش کي د ځوانانو او بدني روزني وزارت هم د مراکش د مذهبي مشرانو څخه د ذکر سوي پيښي په اړه د فتوا صادرولو غوښتنه کړې ده .
د یادوني وړ ده، چي د محافظه کار هیوادونو لکه سعودي عربستان او ایران د لوبغاړو څخه د لوبي پر مهال د روژې د ادأ کولو توقع کیږي .



د المپيک نړیوالي کمېټې د هغو مسلمانانو لپاره چي د لوبو په ورځو کي روژه نیسي، د مسابقو په موقعیتونو کي د لمر لوېدو څخه تر لمر راختلو د غذايي موادو پوره پروګرام په نیت کي نیولئ دئ او د لندن په مسجدونو کي به هم د اسلامي هیوادونو څخه راغلو تماشه چیانو او لوبغاړو ته خواړه تیار وي .



د پورتني انځور منبع : Stu Forster/Getty Images Europe