کور / تازه خبرونه / تازه خبر:يوولس ١١ پوليس ووژل شول

تازه خبر:يوولس ١١ پوليس ووژل شول

دکندهار ولايت په ارغنداب ولسوالي کې يولس پوليس ووژل شول او يوبل ټپي شو.پېښه دارغنداب ولسوالي په مرنجان سيمه کې رامنځ ته شوه . دارغنداب ولسوالي دپوليسو يوه مشر لراوبر ويپاڼي ته وويل چې بريد تېره شپه ناوخته مهال وشواو وسله والو طالبانو دپوليسو يوه موټر او يوه موټر سايکل ته اور ورته کړ .ده وويل چې امنيتي پوسته هم تخريب شوې ده . ديادولو وړده چې داپه روانه اونۍ کې دوهم ځل دى چې پوليس په نښه کېږي.تېره ورځ په ميوند کې څلور پوليس ووژل شول .او پرون په ګريشک ولسوالي کې اوه پوليس ټپيان او څلور نور ووژل شول .