کور / تازه خبرونه / چمن:پر ډيورنډ کرښه د افغان او پاکستاني پوليسو نښته وسوه

چمن:پر ډيورنډ کرښه د افغان او پاکستاني پوليسو نښته وسوه

داوړوپرسر پر ډيورنډ کرښه د پوليس سرتيروترمنځ جګړه كې مرګ ژوبله رامنځ ته سول .


پېښه نن غرمه نږدي دولس بجې دكندهاردسپين بولدك اوچمن ترمنځ پر ډيورنډ کرښه هغه مهال رامنځ ته سول چې دپاكستان له خاوري څخه په اوړودوې بارلاري دافغانستان خاوري ته ننوتې .


په سپين بولدك والسوالۍ كې ځايي خلګ وايې چې پاكستاني  پوليس بې له اجازي دافغانستان خاوري ته ننوتل اوهڅه يي كول چې په اوړوباردوې لاري موټربيرته خپلي خواته وګرځوي .


عيني شاهدان وايې چې افغان  پوليسوپرپاكستانيوسرتيرو ډزي وكړي اوهغوي دخپلوګاډوپه پريښودلوسره تر ډيورنډ کرښي ها خوا  تښتېدلو ته مجبوره کړه  .


ويل چې جګړه كې يوپاكستاني پوليس وژل سوي اودرې تنه نوريي ټپيان سوي اوپه ورته ډول افغان پوليسوته هم مرګ ژوبله اوښتي ده ،يوپوليس وژل سوي اودرې تنه نوري ټپيان سوي دي .


جګړه دماپښين پردروبجوپايته  ورسيده .