کور / ترخې خبري / مالومات درکوم زما نوم مه اخلئ،والي صاحب ………….

مالومات درکوم زما نوم مه اخلئ،والي صاحب ………….

زما نوم مه اخلئ  والي صاحب ……………


دا هغه خبره ده چې نن سبا دکندهار دغيور او باهمته اولس دبېزړه او بې اختياره حکومتي مامورينو خولې ته لوېدلې ده . زه يو خبريال يم او اداره مي تل پر داخبره ټينګار کوي چې بايد په خپل راپور کي ديوه نه يوه چارواکي نوم ورکړم خو دلته دکندهار والي صاحب لکه څنګه چې دبيا رغونې پر سر راټولېدونکو پيسو باندي يوازي خپل کنټروزل لګولى ، هم داراز يې دخپلو مامورينو پر خولو مهرونه وهلي او په ډېره مېړانه يې دخبرو کولو واک هم دخپلو مامورينو څخه اخيستى دى . والي صاحب غواړي چې مامورين يې ګونګيان وه اوسي ځکه که څوک دده خبره ونه مني نو بيا دى هم په مرکز کې لوۍ لاس لري او هغه کس له واکه بېواکه کوي . دى نه غواړي چې څوک دکندهار دامنيت په اړه وه نه ږغيږي ، خو زه داوايم چې په امنيت بلا پسې شه هغه خو هسي هم يو داسي شى دى چې  خداى راکړى او دکندهار والي اسدالله خالد او دهغه بادارانو دخپلې پاليسي په وجه راڅخه اخيستى دى ، خو والي صاحب دي له نورو ادارو څخه دابنديز لري کړي .


درنو لوستونکو:


زه له والي صاحب سره هيڅ ډول دښمني نه لرم او وخت ناوخته دخبري غونډو پر مهال ښه په ملګرتيا راسره ږغېږي خو دا څه چې وايم ثبوتونه يې تاسو ته ايښودلاى شم او تاسو قضاوت وکړئ چې دکندهار اداره ښاغلى کرزى په څومره باکفايته والي صاحب کوي . زه تاسو ته يوازي دنن او پرون دځينو هغو پېښو مثالونه وايم چې هيڅ چارواکى خپل نوم دوالي له بېري نه ورکوي ، دلته والي صاحب له ځانه بلا جوړه کړې او دکرزي صاحب دکورنۍ لاس يې پر اوږو پروت دى ، ددغو خبرونو ډېرى يې يوازي همدغه دلراوبر  چلونکو را اخيستي او نوري رسنۍ ورباندي پټه خوله دي ، ددې معنا دانه ده چې درسنيو کارکوونکي او خبريالان داغواړي خو هو داضرور ده چې دچارواکي دنوم له خپرولو پرته يوه رسنۍ هم راپور نه خپروي او په داسي کړنو دخبريال رنګ بدېږي . لا ندي مثالونه وګورئ :


  بيړني خبر:دپاك افغان سرحدي جګړه اوس اوس پايته ورسيده


تازه خبر:يوولس ١١ پوليس ووژل شول


په كندهاركې دځانمرګې بريدپه قربانيانوپسي ختم وسو


کندهار:ترټولولوى وزن لرونکى بم ونيول شو


په چادري کې نغښتى کس ترهه ګر وو.


کندهار:دوسلو يوه لويه زېرمه ونيول شوه


کندهار:ژېړۍ ولسوالي کې بمبارۍ اوجګړه روانه ده


کندهار : درنه جګړه کې مرګ ژوبله واوښته 


په کندهار کې دناټو دوه سرتېري ووژل شول


په غورک ولسوالي کې پر پوليسو بريد وشو


په ژېړۍ ولسوالي کې يو پوليس ووژل شو دوه ټپيان دي


دا او داسي نور بيخي ډېر خبرونه سته چې موږ خواران خبريالان يې نه شو خپرولاى او يوازي لراوبر او ځيني نور سايټونه داراپورونه خپرولاى سي . که يې چېري څوک خپروي هم نو يوازي دابه وايي چې ((چارواکو وويل ))کابو يوه مياشت دمخه په کندهار کې دسويلي آسيا دآزادو رسنيو ټولنې (سفما)په خپله غونډه کې پرېکړه وکړه چې دخبريالانو داستونزه به دکندهار له جلالت معاب والي اسدالله خالد سره څېړي خو دهغې خبري درک هم ورک سو او تر اوسه لا نه ده ښکاره سوې چې څه وشول ؟


نو داخبرونه چې ځيني چارواکي په شخصي اړېکو خبريالانو ته ورکوي هغه خواران هم داخبره کوي چې   مالومات به درکړم، خوزمانوم مه اخلئ والي صاحب ………………..)خير والي صاحب آخر به دي دملاعمر په ډول دغه تخت او تاج له سره لوېږي لکه په سېمه کې چې دځينو نورو ظالمانو له سره ولويدو