کور / تازه خبرونه / د پولنډ سفير ميدان وردګو ته سفر وکړ

د پولنډ سفير ميدان وردګو ته سفر وکړ

په افغانستان کې دپولنډ سفير (جېک نايډر) ميدان وردګو ولايت ته سفر وکړ اود نوموړې ولايت له والي عبدالجبار نعيمي سره يې وکتل.


دميدان وردګوولايت دمطبوعاتي دفتردمالوماتوله مخې په ناسته کې دواړو خواوو د  بيا رغونې او امنيت په اړه خبرې وکړې. او پردې سره سلا شول،چې په راتلونکي کې به د بيارغونې او امنيت  د ودې لپاره  دټاکلې سټراټيژۍ پر اساس هڅې کوي.


ديادونې،ده چې پولنډ  اوس مهال،په کندهار، پکتيا، پکتيکا او غزني ولايتونو کې ځواکونه لري، چې ډېرى يې په غزني کې مېشت دي.