کور / تازه خبرونه / کندهار: د واليانو د همږغۍ غونډه جوړه سوه

کندهار: د واليانو د همږغۍ غونډه جوړه سوه

نوموړې غونډه چي د کندهار د هوايي ډګر د غونډو په صالون کښي جوړه سوې وه
د کندهار مرستيال والي عبدالقديم پتيال تر څنګ د زابل او اروزګان واليانو
په سهيل لوېدېځه حوزه کښي د ايساف ځواکونو عمومي قومندان جنرال اګنز ، د
کندهار د في ار ټي استازي دي بي را کنګز لنډ او په سهيل لوېديځه حوزه کښي
د امريکا هيواد د بهرنيو چارو ملکي استازي انډرو وېلنډ او نورو بهرنيو
ځواکونو برخه اخستې وه .

چي پر مهال يې په سهيل لوېديځه حوزه کښي د ښې اداري سيسټم پر جوړېدو ، د
اقتصاد پر پياوړتيا او د مرکزي بودېجې پر ښه مصرفيدو مفه صيلي خبري او
بحث وسو

دغه راز په غونډه کښي د کندهار مرستيال والي عبدالقديم پتيال د زابل والي
محمد اشرف ناصري او د اروزګان والي امير محمد اخوندزاده په خپلو ولاياتو
کښي د اداري سيسټم پر تقويه کيدو او مسلکي کسانو پر دندو ګمارلو په باب
خبري وکړې
او زياته يې کړه چي دا مهال يې په خپلو ولاياتو کښي د اداري مامورينو د
ظرفيتونو په برخه کښي بيلا بيل ورکشاپونه داير کړي او هيڅه کوي څو مسلکي
کسان په دندو و ګمارل سي او د اداري مامورينو تشکيل بشپړ او د خلکو
ستونزي حل سي او دغه راز کوښښ کوو چي ښه حکومت داري د ښار څخه تر
ولسواليو او ليري پرتو سيمو پور هم وغځوو .

دغه راز د کندهار مرستيال والي د زابل او اروزګان واليانو د مامورينو کم
معاش د يوې عمومي ستونزي په توګ ياد کړل ځکه د دوى په وينا چي مسلکي کسان
سته خو د کم معاش په خاطر په دولتي ادارو کښي وکار کولو ته زړه نه ښه
کوي چي بايد د معاش د لوړولو لپاره مرکزي دولت او مرستندوى اداري لاس په
کار او د يادي ستونزي د حل لپاره يو جدي اقدام وکړي .

دغه راز په غونډه کښي د بوديجې پر سر هم د غونډي د برخه والو له لوري
بيلا بيل نظرونه وړاندي سول او و ويل سول چي څنګه کولاى سي چي دمرکز له
لوري و ولاياتو ته ورکړل سوې بو دېجه په سحي توګه مصرف او پر اړينو
انکشافي پروژو باندي ولګول سي
دغه راز په دې برخه کښي هم د دريو واړو ولاياتو مسولينو د مرکزي اداري
څخه د پوره بودېجې د نه ورکولو او د بودېجې پر وخت نه رسېدولو له عمله
دوئ نسي کولاى چي په خپلو ولاياتو کښي انکشافي پلانونه عملي کړي ځکه د
دوى په وينا چي مرکزي دولت په دې برخه کي پاته راغلى .

همدا راز دوى زياته کړه چي د دوى په ولاياتو کښي ځني انکشافي پروژې د
وزارتونو له لوري په قرارداد ورکول کيږي چي د يادو قرارداديانو له لوري
کارونه په ټيټ کيفيت تر سره کيږي او دوى د قرار داد ورکولو پر مهال هيڅ
په جريان کښي نه وي چي دا هم يوه لويه ستونزه ده او بايد دمخ نوي لپاره
يې اړين ګامونه پورته سي .

همداراز په غونډه کښي د اقتصاد پر پياوړتيا هم خبري وسوې او و ويل سوه چي
څنګه کولاى سو په سهيل لوېديځه حوزه کښي د اقتصاد د پياوړتيا لپاره خصوصي
سکټورته وده او سوداګر دې ته وهڅول سي څو په يادو ولاياتو کښي پانګه ونه
وکړي دغه راز دوى زياته کړه چي په سهيل لوېديځه حوزه کښي د اقتصاد د
پياوړتيا لپاره اړينه ده څو د زراعت برخي ته زياته پاملرنه وسي ځکه د دوى
په وينا چي په دې حوزه کښي زيات شمېر خلک په زراعت بوخت دي او مهيم
پيداوار يې هم د زراعت څخه په لاس راځي .

دوى زياته کړه چي که په اړونده ولاياتو کښي ورته د ميوو د ساتني لپاره
سړې خوني ،ښه بازار او نړېوال مارکيټ پيداسي نو ليري نه ده چي په دې حوزه
کښي به يو مثبت اقتصادي بدلون رامنځته سي د دى په وينا چي په دې برخه کښي
د اوبو لپاره د بندونو جوړول هم يو اړيم ټکئ د‌ئ چي بايد د کروندګرو
لپاره بايد کافي اوبه برابري سي او د کرونګرو سره د کوکنارو د کښت په بدل
کي نوري اړيني مرستي ، ښه زراعتي ماشينري او اصلاح سوي توخمونه و وېشل سي
څو کروندګر په ښه توګه حاصلات تر لاسه او د کوکنارو د کښت څخه لاس واخلي
.

دغه راز د غونډي په وروستيو کښي د بهرنيو ځواکونو استازو هم په خپلو خبرو
کښي د نوموړو ولاياتو واليانو ته ډاډ ورکړ چي دوى به په اړونده برخو کښي
د ستونزو د حل لپاره کار وکړي او په دې برخه کي به د PRT د مسولينو سره
هم خبري وکړي څو د مسلکي قدرونو په روزلو ، د انکشافي پروژو د ښه تطبيق
او د اقتصاد د پياوړتيا لپاره ستاسو له ادارو سره مرسته وکړي او د يادو
ستونزو د حل او له منځه وړلو لپاره اړيني لاري چاري ولټول سي.