کور / تازه خبرونه / زابل: چارواکو د عبدالقادر کلاتوال تورونه رد کړل

زابل: چارواکو د عبدالقادر کلاتوال تورونه رد کړل

چارواکو او د ولایتي شورا یوشمېرغړيو په ولسي جرګه کي د دغه ولایت
داستازي هغه تورنه رد کړل چی ګویا دوى د ده د وژلو پلان بسته کړى وو .
په زابل کي چارواکو اود ولایتي شورا یوشمیر غړيو د پنج شنبي په ورځ په
یوه مطبوعاتي کنفرانس کي په ولسي جرګه کي د زابل د خلکو استازي عبدالقادر
قلاتوال هغه تورنه رد کړي چي ګویا دوى د هغه د وژلو پلان بسته کړى وو .
د زابل مرستیال والي محمد جان رسولیار او د ولایتي شورا رئیس عزیزتوخي د
دغه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال رسنیو ته وویل چی تیره ورځ په پلازمینه کابل
کي د دوى پرضد لاریون سوى وو چي په خبره يې د ولسي جرګې د غړي عبدالقادر
قلاتوال او یو شمیر هغو کسانو لخوا چي د دوى سره دوستي لري رهبري کيده .
دغه چارواکي وايي قلاتوال د ولایت په مقام کي ښاروال ته سپکي سپوري کړي
چي دوی يي د حیثيت اعاده غواړي د دوى په وینا د ولسي جرګې یاد استازي په
ولایتي اداري پسي تبلیغات پیل کړي اود دوى د بدنامه کولوهڅه کوي .
خوپه ولسي جرګه کي د دغه ولایت د خلکو استازي عبدالقادرقلاتوال وايي دی
په سیمه کي اصلاحات غواړي اود ښاورال لخوا په سیمه کي په زیاته اندازه
ځمکي په غیري قانوني ډول زورواکو ته ورکړل سوی دی .
ښاغلي قلاتوال زیاته وي چی ده د ښاورال څخه دهغوځمکو د اسنادوغوښتنه وکړه
چي خلکوته يي په غیري قانوي ډول ورکړي چی د چارواکولخوا له سخت تحدید سره
مخامخ سو.
په زابل کي د ښاروال او په ولسي جرګه کي د دغه ولایت د خلکو استازي
عبدالقادر قلاتوال ترمینځ ورسته ترهغه شخړه وسوه چی تیره اونۍ د دغه
ولایت استازي د خلکو د ستونزوهوارولو په موخه دغه ولایت ته راغلى وو .