کور / تازه خبرونه / د خاکريز خلګ له وسله والو سر ټکوي

د خاکريز خلګ له وسله والو سر ټکوي

د خاکريز ولسوالۍ د چنار ، تنبيل او ميانوخيل د سيمي اوسېدونکي له
وسلوالو طالبانو سر ټکوي.
د دې سيمو اوسېدونکو له لراوبر سره په خبرو کي وويل چي له دريو مياشتو
راهيسي وسلوالو طالبانو ټولي لوى او وړې لاري په ماينونو فرش کړي چي د
مرګ ژوبلي د اړولو ترڅنګ اوس د خوراکي توکو له کمښت سره مخ سوي دي .
دغه کسان وايې چي وسلوالو طالبانو خلګو ته په دې موخه د سيمي د پريښودلو
هم ويلي چي ولي يې محلي پوليس جوړکړي او د دولت سره همکاري کوي
د دوى په خبره چي په ماينونو کي يې ډېر ښځي او ماشومان د لاسه ورکړي او د
دوى له لاسه په سيمه کي د ښوونځۍ او روغتيايي مرکزونو څخه بې برخي دي
د پنجشنبې په ورځ د ولايت مقام لخوا د ايساف ځواکونو د هوايي چورلکو په
واسطه سيمو ته خوراکي توکي رسول سوي دي تر څو دغه کسان د لوږي سره مخ نه
سي .
د خاکريز ولسوال عبدالقيوم وايې چي په لاريوکي د ماينونو د ښخولو له
امله هره ورځ ملکي وګړي وژل کيږي او زياتوي چي د دې لارو د پاکوني لپاره
يې د ولايت مقام سره خبري کړي چي ډېر ژر به د هغوى لخوا د امنتي پلان
وروسته دغه لاري د ماينونو څخه پاکي او خلګو ته به د ارام ژوند زمينه
برابره سي .
دده په خبره چي د ولايت مقام لخوا د هوا د لاري خلګو ته اړين خوراکي توکي
هم رسول سوي دي .
په چنار ، ميانوخيل او تنبيل سيمو کي د ملي اردو د سرتېرو قوماندان
عبدالمتين رازقي وايې چي د نورو امنيتي ځواکونو سره په ګډه به ډېر ژر د
لويو لاريو څخه د ماينونو د پاکوني چاري پيل کړي هغه زياتوي چي ورځ په
ورځ يادو سويو سيمو کي امنيت مخ پر ښه کېدو دى .
بايد وويل سي چي چنار ، ميانوخيل او تنبيل د خاکريز ولسوالي تر ټولو
لېري نارامه پرتې سيمي دي چي د وسلوالو طالبانو فعاليت پکښي زيات دي
دوې ورځي وړاندي په همدې سيمو کي دملکي کسانو پر تراکتور چي کډه پکښي بار
وه د ماين چاودنه وسوه چي امله يې ښځي او ماشومان مړه او ټپيان سوه.