کور / تازه خبرونه / زابل: په انکشافي برخه کي مثبت بدلون راغلى

زابل: په انکشافي برخه کي مثبت بدلون راغلى

په غونډه کي د زابل والي محمد اشرف ناصري اوښاروال سیداحمد صافى د
نوروکلنوپه نسبت اوس مهال د قلات په ښارکي د بیارغوني کارونه مثبت وبلل
اوزیاته یې کړه چي د دوى انکشافي کارونه ګړندي سوی دی.
دوی وویل اوس د ښار اکثره سړکونه پاخه سوي اودولسوالیودسړکونودپخولو پلان
هم لري .دزابل والي اوښاروال دغه رازدیوشمیر نړیوالوموسیسواومرستندویه
بنسټونوڅخه دمنني په ترځ کی وغوښتل چی دوى یوازي پري نږدي اوورسره پدی
برخه کی مرستي وکړي.

په غونډه کي د سیمي یوشمېرقومي مشرانو هم دښاروالۍ کارونه د قدر وړ وبلل
اوزیاته یې کړه چي باید اړوند ریاستونه او موسیسي په دغه برخه کي خپل
فعالیت نور هم زیات کړي .

دوى وویل زابل یوجنګ ځپلی ولایت دی اوباید مرکزي دولت ورته خپله پاملرنه
زیاته کړي .
دغه اوسیدونکي وایي دولت هغه وخت د خلکو ملاتړ ترلاسه کولاى سی چي خلکو
ته د کار زمینه برابره سي.
د دوى په وینا دمګړى په دغه ولایت کي د اوزګاروخلکو شمیر زیات دی چی له
امله یې ځوانان د دولت د مخالفینولیکوته اړایستي.

د یادوني وړده چي په زابل کي د ښې حکومتدارۍ او پراختیا په نامه دغه
غونډه په داسی حال کی جوړیږي چي څه موده وړاندي یو شمیرکسانو نیوکه کول
چي د زابل اوسیدونکي د ټولنیزوستونزوسره مخامخ دي .