کور / تازه خبرونه / ٢٠ تنه بې سرپرسته هلکان د خبريالى له زدکړو فارغ شول

٢٠ تنه بې سرپرسته هلکان د خبريالى له زدکړو فارغ شول

په هرات ولايت کې ٢٠ تنه يتيم او بې سرپرسته هلکان، چې ځينې يې له معلول
هم وو، د خبريالى له زدکړو فارغ شول.
فارغ شويو ماشومانو ته نن د يوې غونډې په ترڅ کې د فراعت سندونه ورکړل شول.
په هرات ولايت کې د کليد راديو يو تن مسؤل سيدمحمدرضا هاشمي د دې خبري
غوندې پر مهال وويل، چې فارغ شوي تنګي ځوانان له ١٣ تر ١٥ کلو پورې
عمرونه لري، چې درې مياشتې ورته د خبريالۍ زدکړې د مجربو استادانو له خوا
ورکړل شوې دي.
نوموړي وويل، چې دغه پروژه د اروپايي اتحاديې په چوکاټڼ کې د ژوند د
بدلون تر نامه لاندې د کليد راديو په مټ په لار اچول شوې وه.
په فارغ شويو کسانو کې څلور تنه نجونې هم شته، چې د غوښتنې سره سم به ټول
د رسنيو له لارې د هغوى دوستانو ته هم وښودل شي.
دى وايي، د دغه پروژې څخه يې موخه بې روزګاره کسانو ته د کاري زمينې
برابرو او د هغوى د اقتصادي ستونزو حل دى.
دا په هرات ولايت کې د بې سرپرسته تنکيو ځواکونو د فراعت دوهمه دوره ده،
چې له زدکړو وروسته د فراعت سندونه تر لاسه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په هرات ولايت کې د ماشومانو د ملاتړ
ځينو ټولنو په دې ولايت کې د ماشومانو په روان حالت اندېښنه ښودلې وه.