کور / تازه خبرونه / د ماشومانو د گوزڼ يا فلج شپږ مثبتي پيښې ثبت سوي دي

د ماشومانو د گوزڼ يا فلج شپږ مثبتي پيښې ثبت سوي دي

په هلمند کي د نړيوال روغتيايي سازمان استازي ډاكترمحمد عمر وردگ وايي چې
د روان ۲۰۱۲ ميلادي كال د شپږو مياشو په موده کي په دې ولايت کي د گوزڼ
يا فلج شپږ مثبتې پيښې ثبت سوي چې درى په نهرسراج ، دوې په نادعلي او يوه
په خانشين ولسوالۍ کي رامنځته سوي دي.
د نوموړي په وينا چې يادې سوي هغه سيمې دې چې د واكسين ډلې پکښي په
ستونزمنه توگه د واكسين كمپاين پرمخ وړي.
هغه وايي چې ښايي د روان ميلادي كال ترپايه په ياده سوې شميره کي نورهم
لوړوالى راسي .
بل پلو په دې ولايت کي د كتلوي معافيت آمرډاكترعبيدالله داود زاده وايي
چې د دې ولايت په ځينوسيموکي ناامني ، ځمكني ماينونه او د واكسين له
ډلوسره د خلكو نه همكاري د واكسين د كمپاين په وړاندې سترخنډونه دي چي د
تيرو دوومياشتو په اوږدو کي د واكسين د راضاكارانوله ډلې څخه درې تنوخپل
ژوند له لاسه وركړى دى .
د نوموړي په وينا چي د دې ستونزوپه كموالي کي د عامه پوهاوي
پروگرامونوپراخول او د خلكوپوره همكاري هغه څه دي چې په دې ولايت کي يادې
خطرناکي ناروغۍ ته د پاى ټكى ايښودلاى سي .