کور / اسلامي / په قرآني ماشوم روزلو کې د روژې اغيزه

په قرآني ماشوم روزلو کې د روژې اغيزه

سرچينه: اخوان اون لاين
ژباړه: زاهد جلالي

پوښتنه (د نهي حسن له لورې): آيا کولى شو له روژې څخه د قرآني ماشوم د روزلو لپاره ګټه پورته کړو؟ او آيا روزه په قرآنې ماشوم روزلو باندې کومه اغيزه لري او کنه؟
ځواب، د اخوان اون لاين روزنيز مشاور مصطفى رشاد له لورې:
درنې خورې السلام عليکم ورحمة الله تعالى وبرکاته…
له هرڅه دمخه درڅخه مننه کوم چې په دې اړه پاملرنه لرې چې ماشوم دې د قرآن تر سيوري لاندې وروزې او الله جل جلاله څخه درته د اجر غوښتونکى يم. الله جل جلاله ته دعا کوم چې موږ او تاسې له هغو کسانو څخه وشميري چې قرآن يې شفاعت کوي. او روژه د قراني ماشوم روزلو لپاره ترټولو لوي او ښه فرصت ده.
په پيل کې بايد يو څه په نظر کې ونيسو، هغه دا چې په هر کار کې بايد اخلاص، صبر جد او جهد، همېشنى استقامت پيل کړو ترڅو د خپل کار ښه ثمره ترلاسه کړو… د دې لپاره ښه وسايل لاندېني دي:
لمړۍ مرحله (جنين):
کله چې ماشوم د خپلې مور په ګېډه کې وي، مور د ماشوم د روزلو لپاره ډير څه کولى شي، څکه ماشوم چې کله د مور په ګيډه کې شپږو مياشتو ته ورسي، غږونه اوريداى شي او په اوومه مياشت کې د غږونو ترمنځ توپير کولى شي، نو کله چې مور ډير تلاوت کوي يا يې اوري دا د مور په ګيډه کې د ماشوم اړيکه ټينګوي او کله چې ماشوم وزيږيږي، بيا د هغه علاقه له قرآن سره ډيره وي او د قرآن اوريدل ورته خوند ورکوي. بله دا چې کله چې د ماشوم مور په اوچت غږ د قرآن تلاوت کوي، دا تلاوت ماشوم ته يو ډول نفسي اطمنان ورکوي او جنين د مور په غيږ کې په تلاوت باندې د آرامۍ او د اطمنان احساس کوي او ماشوم له قران او د قران له اوريدو سره مينه پيدا کوي.
دوهمه مرحله (د شيدو ورکولو وخت):
د شيدو د رودلو په مرحله کې مو په ماشوم باندې قران اورئ او ماشوم مو له قران سره عادت کړئ، ترڅو قرآن ته مخه کړي او له قرآن سره روږدى شي، په دې وخت کې کولى شي خپل ماشوم ته يوه راديو واخلي او تلاوت ورته په مناسب غږ ږدئ او په همدې يې مصروفوئ، بيا چې کله تاسې څه کار کوئ ماشوم مو پريږدئ څو له هماغې راديو سره سات تيري وکړي، لکه څنګه چې پوهان توصيه کوي، چې په دې وخت کې بايد دا په ماشوم باندې ډير تکرار شي، ځکه دا د ماشوم په باطنې عقل باندې ژوره اغيزه لري.
دريمه مرحله (له يو نيم کلنۍ څخه تر درې کلنۍ پورې):
ماشوم په دې مرحله کې داسې وي، چې هرڅه تقليد کوي، ځکه بايد په دې وخت کې مور ډيره هڅه په دې وکړي چې هرکله د ماشوم په وړاندې قرآن تلاوت کړي، له ځانه سره ماشوم په لمونځ کې شريک کړي، په دې مرحله کې ماشوم خپل چاپيريال ته ګوري نور چې هرڅه کوي دې يې هم غواړي هماغسې وکړي، نو مور بايد په دې مرحله کې خپل اولاد ته داسې وښيي چې دوې قرآن ته ډير احترام لري او په ډيره درنه سترګه ورته ګوري، ماشوم ته بايد دا وروښودل شي چې دا کتاب ډير لوړ کتاب دې او موږ ورته ډير احترام لرو. که چيرته مور په پخلنځى کې هم له ځان سره قران تلاوت کوي او يا يې اوري، ماشوم ته دا احساس ورکوي چې مور يې له دې کتاب سره ډيره مينه لري.

څلورمه مرحله (له درې کلنۍ څخه تر شپږ کلنۍ):
د ماشوم په شخصيت جوړونه کې دا مرحله ډيره موثره او اغيزمنه ده، دا يوه داسې مرحله ده چې د ماشوم شخصيت پکې جوړيږي او خپل د شوق او پاملرنې وخت يې همدا دى، دا له قرآن سره د ماشوم د اړيکو پيدا کولو يوه ډيره مهمه مرحله ده، ځکه خو بايد دې مرحلې ته ډيره پاملرنه وشي، په دې مرحله کې بايد ماشوم ته د نورو په وړاندې ځنې جايزې هم ورکړل شي، ترڅو لا ډير وهڅيږي او د فخر احساس وکړي، کله چې ماشوم له دغه وخت څخه د قرآن په حفظ او زده کړې پيل وکړي، قرآن يې له وينې او غوښې سره يوځاى کيږي.
له دې وخت کې بايد مور کوښښ وکړي چې خپل ماشوم په کوم دار الحفاظ کې داخل کړي او د قرآن د زده کړي او حفظ لپاره ورته د عمر مناسب کومه آله واخستل شي (لکه ايم پي تري) ترڅو د قران زده کړه ورته آسانه شي.
په دې وخت کې مو ماشوم ته د قرآن ځنې معناوې تشريح کړي، خو په دې کې محتاط اوسئ چې په ماشوم باندې دا په فشار ترسره نکړئ، په ماشومانو کې د حفظ او زده کړي قابليتونه فرق لري او همدارنګه په دې وخت کې مو ماشوم ته د خداې د کلام آداب هم وروښيئ او ورته ووايې چې په ځمکه يې کښينږدي، بل څه د قرآن له پاسه کښينږدي، تکيه به پرې نه کوي او داسې نور له قرآن سره آداب.
پنځمه مرحله (له اووه کلنۍ څخه تر دولس کلنۍ پورې):
پخوانيو مراحلو ته بايد په دې وخت کې نور پرمختګ هم ورکړل شي. په دې وخت کې بايد د ماشوم اړيکه له قرآنو حلقاتو سره ډيره شي.
مهمه داده چې پلار ماشوم ته يو داسې د فخر احساس ورکړي کله چې ماشوم قرآن حفظ کوي، بايد پلار ماشوم ته د نورو په وړاندې جوايز ورکړي او هغه ته دا احساس ورکړي چې تا د قرآن يوه برخه حفظه کړه ځکه دې جوايز ترلاسه کړل، نور بايد ماشوم ته قرآن لږ لږ تشريح هم شي او د قرآن د حفظ او زده کړي ارزښت په اړه ورته وويل شي.