کور / سپورټي / هلال ګروپ کرکټ لوبډلې دسروزور جام وګټو.

هلال ګروپ کرکټ لوبډلې دسروزور جام وګټو.

دڅلورشپيته لوبډلو ترمنځ دکرکټ شل اوريزې سيالۍ چې دجلااباد په ښارکې شاوخوا يوه نيمه مياشت وړاندې پيل شوې وې هلال ګروپ لوبډلې وکولاى شول چې اتلولي په ترلاسه کولو دسروزرو جام خپل کړي .
پاى لوبه دهلال ګروپ او قصبې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه .
هلال ګروپ لومړى توپ وهنه وکړه اوپه دولس اورونو کې دڅلورو لوبغاړو په سوزيدو سره يوسلو پنځه اتيا منډې ترسره کړې .
دهلال ګروپ لخوا ذبيح الکوزي اويا،عثمان پنځه څلويښت اومعراج کونړي دوه ويشت منډې ترسره کړې .
په ځواب کې دقصبې لوبډلې په ټاکلي اورونو کې اتيامنډې ترسره کړي او په يوسلو پنځه منډو يې له هلال ګروپ څخه ماتې ومنله اوپه دې سره هلال ګروپ لوبډلې وکولاى شول چې دسروزو جام اتلولي ترلاسه کړي .
په دغه لوبو کې جاويدرحيمي ترټولو زياتوشپږيزو وهلو له امله ايواډ ترلاسه کړ.


عثمان غني شهزاد په څلورشپيته لوبډلو کې ترټولو غوره لوبغاړى ونومول شو.
ذبيح الله الکوزي داويا منډو په کولو سره دپاى لوبې غوره لوبغاړى ونومول شو.
دسياليو ترټولو ښه کيچ اخيستونکى معراج کونړى ونومول شو.
غوره توپ ګېرونکى فهيم ناصري اعلان شو.
ترټولو زياتو ويکټ اخيستونکى همايون ونومول شو.
غوره ويکټ ساتونکى ددغه سياليو ساحل خان په نښه شو.
دلوبډلو غوره کپتان زيورشاه يادشواو غوره مدير دلوبډلو حاجي محمدولي دولت زى ونومول شو.
په پاى لوبه کې لوبغاړو ته کپونه اومډالونه هم ورکړل شول .