کور / هستوي فزيک / مصؤونه خواړه Safe Food

مصؤونه خواړه Safe Food

هره ورځ په ملیونونو انسانان په نړۍ کې د نا سمو خوړو د خوراک په ترڅ کې مرئ. ډیری ناروغۍ په انسانانو کې له خوړو څخه را مینځ ته کيږئ، نو دخوراک په وخت کې تل باید دا هڅه وشئ چې خواړه پاک وئ، ستاسو وجود ورسره حساسیت ونه لرئ او تر وخت تیر شوئ خواړه نه وئ. که څه هم دغه څو ټکي د مصؤنه خوړو ټول اصول نشئ ګرځیدلای خو لږ تر لږه د دغو اصولو په پام کې نیول ستاسو روغ پاتې کیدو سره ډیره مرسته کولای شئ. د دې لپاره چې پاک او مصؤنه خواړه ځان ته برابر کړئ باید لاندینۍ پنځه ټکئ کلک په پام کې ونیسئ.
۱ ـ لاسونه پرېمنځئ: خوړو ته له لاس وروړلو مخکې او ورسته تل خپل لاسونه په صابون و مینځئ. اوبه،خاوره،حیوانات او د انسانانو وجود په تیره بیا لاسونه د ډیری خطرناکه مایکروبونو او بکټریاوو د لیږد رالیږد ښه چاپیریال کیدای شئ، نو ځکه تل باید خوړو ته له لاس وروړلو مخکې او وروسته لاسونه پرېمنځل شئ. دې مسئلې ته په پام سره کله چې د خوړو مارکیټونو ته ورشئ نو تر ډیره بریده پر ترکاریو او غوښو باندې له لاس وهنې ډډه وکړئ ځکه چې کیدای شئ زیانمن کونکې بکټریاوې او ویروسونه په تیره بیا د غوښو په مارکیټ کې د جرګانو والګی یا انفلونزا ستاسو لاسونو ته ولیږدول شئ،خو که مو چیرې په دې شیانو لاس ووهل هو هرومرو به خپل لاسونه په صابون مینځئ.
۲ ـ اومه او پاخه خواړه سر جلا کړئ: کله چې خواړه په یخچال یا بل هر ځای کې ږدئ، تل دا په پام کې ولرئ چې اومه او پاخه خواړه یوبل ته سره یوځای د تماس په حالت کې مه ږدئ. همدارنګه میوې هم له ترکاریو او غوښو جلا کیږدئ. نیمه اومه خواړه لکه نیم خامه هګی او مایونیز هم د بکټریاوو د ودې ښه چاپیریال کیدای شئ نو هڅه وکړئ چې دا ډول خواړه هم له پخو خوړه سره یوځای نکړئ.
۳ ـ خواړه ښه پاخه کړئ : کله چې خواړه خورئ ځان ډاډه کړئ چې خواړه مو په کافی اندازه پاخه شوئ او ښه با دا وئ چې آن د خوراک په وخت کې هم تاوده پاتې وئ. بحرئ خواړه، د مرغانو غوښې،کوفتې او برګر هغه خواړه دئ چې خام پاتې کیدل یې د انسان روغتیا ته کلک ګواښونه را مینځ ته کولای شئ. د خوړو ښه پخوالی د ډیرو خطرناکو بکټریاوو او ویروسونو د مړینې لامل ګرځئ چې دا کړنلاره د خوړو د مصؤونیت تر ټولو غوړه کړنلاره بلل شوئ ده،خو یاده دې وئ چې د خوړو ټولې برخې د سانټیګراډ تر ۷۰ درجو پورې پخوالی هم کیدای شئ په خپله د ځینو ناروغیو لامل وګرځئ.
۴ ـ خواړه باید په مصؤنه تودوښه کې وساتل شئ : تر ډیر وخته د کوټې په تودوښه کې د خوړو ساتل دخوړو د چڼاسن کیدلو لامل ګرځئ،چې دا خطر د لږ وخت په تیردو سره څو څو ځله زیاتیږئ ځکه د کوټې تودوښه د بکټریاوو او ویروسونو لپاره ډیر ښه تودوښیز چاپیریال دئ. د خواړو د تودوښې خطرناکه حالت د سانټیګراډ له ۵ څخه تر ۶۰ درجو پورې دئ، له ۵ درجو څخه ټیټه او له ۶۰ درجو څخه پورته تودوښه کې د بکټریاوو او ویروسونو د ودې شونتیا ډیره کمه و آن صفر ته نږدې کیږئ.
۵ ـ مصؤنه اوبه او خواړه انتخاب کړئ : که چیرې آیس کریم، د څښاک اوبه،او خامې شیدې له ملوثو موادو ترکیب شئ نو کیدای شئ د انسان وجود ته ډیرې ضررناکه باکټریاوې او ویروسونه ولیږدوئ. که چیرې میوې او ترکاری خامه خورئ نو تل یې پوست ورڅخه لرې کړئ او د هغو میوو پوستکی چې زیانمن شوئ وئ مه یې خورئ ځکه چې زیانمن شوی پوستکی د بکټریاوو او زهرجنو کیمیاوي موادو د ودې ښه چاپیریال جوړیدای شئ. ځینې ترکاری لکه کرم،کاهو، ګندنی، دڼیا،شنشوبی او داسې نور چې له پوسته کیدای نشئ نو یا باید ښه په کلورینو او یا هم مالګه کې ومینځل شئاو که دا امکان نه وئ نو له خوړلو څخه دې ډډه وشئ.تل له سرپټو لوښو څخه اوبه ځښی خو که چیرې مو پرې د ملوثیت شک راتلو نو هرو مرو اوبه ویشوئ او بیا یې ځښی.که چیرې د ایشولو امکان نه وؤ نو بیا اوبو ته آیوډین ور اچول حتمی دی.