کور / شعر / لویه خدایه

لویه خدایه

دنیا دار ده له دنیا اخلی خوندونه


زه فقیر به خپل په وخت کوم لمونځونه


خوار ولس ته به می هر وخت دعا ګوی یم


ته یی خلاص کړه له خواری کوم عذرونه


لویه خدایه بس یو ته می اتکا یی


را قبول کړه دا ځما غریب سوالونه


ټول ټبر ځما یو موټی یو احساس کړه


نور زغملی نشی دومره تهمتونه


ستا په نوم واړه قربان یو له اوله


ته راټول کړه دا ځما مرور ورونه


خوار ولس د که را خلاص کړه له خواری نه


د حیرت به شی پوره ټول حاجتونه



مزار شریف


12 جولای ۲۰۱۲