کور / اسلامي / روژه مات ورکول د روژې نيوونکي اندازه ثواب لري

روژه مات ورکول د روژې نيوونکي اندازه ثواب لري

د نبي صلی الله علیه وسلم څخه په صحیح حدیث کی روایت دی چي ویلي:

من فطر صائما فله مثل اجره، غیر انه لاینقص من اجر الصائم شیئ

یعنی چاچي د یوه روژه نیونکي کس لپاره روژه مات برابر کړ، د هغه اجر به دومره وي لکه خپل د رژې نیونکي، او په دې سره به د روژه نیونکي کس هیڅ اجر نه کمیږي.

مطلب مونږ خپله یوه روژه په دوو، دروو او تر هر څو پوري چي وس لرو هغومره زیاتولای سو.. په مونږ کي به ځینی یوه روژه نیسي او ځیني به دوې او ځیني به څلور او لس او په سي شمېره یی..
هغه داسي چي یو کس خپله روژه ونیسي او خپل په کور کی روژه ماته کړي، نو دې سړي ته خو خپلي د یوې روژې ثواب ورسید، او اجر یې یو وړ..
خو هغه کس چي خپل روژه مات یې د بل سره شریک کړ، د بل روژې نیونکي کس سره یې مرسته وکړه، هغه ته یې روژه مات برابر کړ، نو دې کس خو یوه خپله روژه نیولې، دهغې اجر ورته ورسید، او د یوې روژې اجر یې په روژه مات باندي وګټۍ.. خو په دې کي به دهغه کس روژې او ثواب ته هیڅ تاوان نه رسیږي چي دده په رزق یې روژه ماته کړه، بلکي هغه به د خپلي روژې مکمل اجر اخلي..
نو اوس که یو څوک د لسو کسانو روژه مات برابر کړي، نو تاسو حساب ولګوی، یوه یې خپله روژه او لس یې نوري روژې شولې.. او داسي حساب په سي لګوۍ، چي هر څومره وس او توان یې درلود هغومره اجر او هغومره روژې..

که مثلا فرض کړو یو کس دومره توان لري چي هره ورځ لسو یتیمانو، کونډو، مسکینانو ته روژه مات برابرولای سي، او هغه دا کار وکړي، نو په ټوله میاشت کې به یې دیرش روژي خپلي نیولي وي، او دیرش په لسو کي ضرب کړه، نو د درې سوه نورو روژو اجر به یې په خپل مال ګټلي وي..
او که دا وس لرونکی کس دا کار ونه کړي، یاني چاته روژه مات ورنه کړي او د خدای ورکړه شوی دغه د مال نعمت خپل تر ځانه محدود وساتي، نو څومره تاوان به یې کړی وي… د پوره درې سوه روژو… چي لس کاله موده کي به یې دی په یوازي سر ونیسي، خو که یې بل څوک له ځانه سره شریک کړی وای نو څومره فایده به یې کړی وای… سبحان الله

په پخوا زمانو کي به علماو او نیکانو خلګو به په دې خبره ډیره ټینګار کوه چي نور خلګ په خپل روژه مات کي شریک کړي او چي تر وسه یې وي، هغومره کسانو ته روژه مات ورکړي..

د ځینو څخه روایت دی چي ویلي: که زه لس کسه خپل ملګري کور ته دعوت کړم، او هغوی ته روژه مات برابر کړم، او هغه خواړه ورته پيش کړم چي دوی یې اشتها لري نو ماته تر دې ډیر ښه خوند راکوي چي زه د اسماعیل علیه السلام د اولادو څخه لس تنه غلامان ازاد کړم.

پخوانیو علماو او نیکانو به خپل روژه مات نورو ته ساته، او هغوی به یې تر ځان په روژه مات کي مخته کول، چي د هغو څخه د عبد الله بن عمر رضی الله عنه، داود الطائي، مالک بن دینار او د احمد بن حنبل رحمهم الله ذکر په ځانګړي توګه کیدلای سي، ابن عمر رضي الله عنه به خو هر کله د یتیمانو او مسکینانو سره روژه مات کاوه.
حسن البصري او عبد الله بن المبارک رحمهم الله به خپل ملګرو او مسکینانو ته په روژه کي روژه مات برابروی، او هغو ته به یې د روژه مات په تقدیمولو کي ډیر زیار ایسته، او تر هغو به یې خپله روژه مات نه کاوه چي نور به ماړه شوې نه وه، او دی به یې د خدمت څخه خلاص شوی نه وو..

ځینو خو به یې روژه مات بیخي یوازي په کور کي نا کاوه، چي بیخي به یې څوک پيدا نه کړه، نو به یې خپل روژه مات واخیست او مسجد ته به یې له ځانه سره یووړ، او هلته به یې له خلګو سره په ګډه روژه مات وکړ.

دا روایت تر ډیره اوس هم زمونږ په کلیو او ښارونو کي پاته دی، چي ډیر ښه عادت دی، او د هغه کلي چي دا روایت په کښي ژوندی دی، پر ښه خوی او سخا دلالت کوي.

خو دا کار باید یوازي او یوازي باید د خدای لپاره وسي، نه په کلي او مسجد کي د خلګو تر منځ د ځان ښووني لپاره، او نه باید داسي وسي چي د مسجد لپاره یا روژه نیونکو لپاره یو قسم خواړه او د ځان لپاره بل قسم خواړه خوښ کړي، بلکي هر سړی باید کوشش وکړي چي خپل تر ځان بل مخته کړي، او ښه خواړه خپل ورور ته پیش کړي، او کوشش وکړي چي لږ تر لږه په روژه کي د مسکینانو نسونه ماړه کړي، پر یتیمانو او کونډو پوښتنه وکړي، د بندیانو او مسافرو خلګو د حال څخه ځان خبر کړي، او خپل تر وسه کوشش ورسره وکړي.
دا دنیا د عمل دنیا ده، او د روژې میاشت د نیکو اعمالو لپاره تر ټولو ښه موسم دی، نو باید هر کس او هر سړی خپل ټول توان په کار واچوي، او ددې موسم څخه چي څومره ګټه پورته کولای سي پورته یې کړي، ځکه چي دا دنیا او دا روژه تیرېدونکي ده، خو ګټه یې پاته کیدونکي ده، داسي ګټه چي په ورځ د محشر به زمونږ په کار راځي او په ورځ د محشر به مونږ په ویاړو.

رخصت درڅخه اخلم، خو ګورۍ په یاد لرئ چي څوک دي دا نه وايي چي زما نو څه په وس پوره دي، دا خو د مالدارو خلګو کار دی، د هغو په وسه پوره دی، خو زه تاسو ته یوه قاعده در ښه یم که مو پام ورته وکړ، نو خپله به د مسکین په صدقه ورکولو کي د خان سړي د صدقې سره توپير ووینئ، او درته معلومه به سي چي د مسکین سړي صدقه څومره ارزښتناکه او څومره اجر لرونکي ده، هغه داسي چي تاسو فکر وکړئ، یو خان سړی دی، هغه په لکاو پیسې لري، مثلا سل لکه به فرض کړو، هغه د سلو لکونو څخه یو لک روپۍ صدقه کوي، او بل طرف ته به وګورو چي یو مسکین سړی دی، هغه دوه زره روپۍ لري، د دوه زرو څخه یو زر روپئ صدقه کوي…
که په پورته حساب کي وګورو نو معلومه خبره ده چي خان سړي زیاتي پیسې خیرات کړي، او داسي معلومیږي چي ثواب به هم د هغه زیات وي، خو زه وایم چي د مسکین سړي چي یوازي زر روپۍ يې خیرات کړي د هغه ثواب زیات دی، او هغه داسي چي ګورۍ دې مسکین سړي خپل د ټولي شتمنۍ څخه نیمه حصه خیرات کړې، او دابل چي ډیري پيسې لري، هغه د خپلي شتمنۍ څخه سلمه حصه خیرات کړې، نو د سلمي حصې او نیمي حصې فرق دی، نو اوس تاسو خپله فیصله وکړئ چي د چا ثواب به ډیر وي.

او همداسي د خوراک او چښاک مسله ده، که یو سړی زر ډوډی صدقه کولای سي، او هغه سل ډوډی خیراته وي، او ته یوه ډوډۍ لري، او نیمه دي خیرات کړه، نو د هغه سل ډوډۍ هیڅ کله ستا د نیمي ډوډۍ سر نه سي راوړلای.

او ګورئ په یاد لرئ که یوازي د ځان روژه مات لرې، دوهم کس درسره شریک کړه، او که ددو کسانو روژه مات لرې، کوشش وکړه چي دریم په ګډ کړې، او که د درو لرې کوشش وکړه چي څلورم په ګډ کړې… ځکه چي نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي چي د یوه کس خوراک د دوو بسیږي، او دوو کسانو خوراک د درو بسیږي، او د درو کسانو خوراک د څلورو بسیږي..

نو هیڅ کله باید داسي ونه شي چي مونږ د درو کسانو خوراک ځانته کښیږدو او په یوازي سر یې تر ځان تیر کړو، دا ورځ، دا روژه، دا روژه مات، او دا پيشلمۍ به تیر سي، خو مونږ ته به هیڅ هم پاته نه سي، او که چیري مونږ نور له ځانه سره شریک کړو، نو هم به دا ورځ، روژه او پيشملۍ تیر سي، خو مونږ به خوشحاله یو، مونږ به خپل د اخیرت لپاره یو توښه برابره کړې وي، مونږ به په هغه نازیږو، او مونږ به هغه خپل د اخیرت لپاره د خلاصون یو ذریعه بولو، او همداسي به وي ان شاء الله.

ایا غواړې چي د نبي علیه الصلاة والسلام په شهادت باندي ملایکي پر تا باندي د روژې د مبارکي میاشتي ټولي شپې پر تاسو درود ووايي، او ایا غواړې چي جبریل علیه السلام د لیلة القدر په مبارکه شپه چي د زور میاشتو سره سمون خوري، ستاسو سره مصافحه وکړي، یانی لاس په لاس کي درکړي، نو د روژه نیونکي کس ته روژه مات برابر کړه- ایا تر دې هم زیات غواړې

نبي صلی الله علیه وسلم فرمايي: من فطر صائما في شهر رمضان من کسب حلال صلت علیه الملائکة لیالي رمضان کلها، وصافحه جبریل لیلة القدر، ومن صافحه جبریل علیه السلام یرق قلبه وتکثر دموعه.

چاچي د روژې په میاشت کې یو روژه لرونکي کس ته روژه مات په خپل حلال مال برابر کړ، د روژې د میاشتي ټولي شپې ملایکي پر هغه درود وايي، او جبريل علیه السلام به د لیلة القدر په شپه د هغه سره مصافحه کوي، او د هغه نښه به داوي چي په هغه شپه به ددغه کس زړه نرۍ کیږي، او اوښکي به یې توییږي.

سبحان الله تر دې هم غټ انعام سته، چیري مونږ او چیري د ملایکو درود، او چیري د جبريل علیه السلام سره مصافحه او هغه هم د لیلة القدر په شپه.. بیشکه تر دې لوی انعام نسته.

د ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی چي فرمايي: أيما مؤمن سقى مؤمنا شربة على ظمأ، سقاه الله يوم القيامة من الرحيق المختوم. وأيما مؤمن أطعم مؤمنا على جوع، أطعمه الله من ثمار الجنة …

هر مؤمن کس چي بل مؤمن مسلمان ورور ته د تندي په وخت اوبه ورکړې، د هغه تنده به خدای پاک د قیامت په ورخ په الرحیق المختوم (پاکي صافي اوبه چي په پاکوالي او صفايي کي به یې هیڅ شک نه وي) ماته کړي او هر هغه مؤمن چي خپل مؤمن مسلمان ورور ته یې د لوږي په وخت خوراک ورکړ، خدای پاک به د هغه خوراک د جنت میوې کړي.

ظاهره خبره ده کله چي نبي صلی الله علیه وسلم خپل اصحابو کرامو ته د روژه مات ورکولو دا ثوابونه او اجرونه بیانول، نو ځینو صحابه وو ته به دا سوال پیدا کیدی چي مونږ خو څه نه لرو، نو مونږ به څه کوو، ځکه چي په هغه وخت کي به صحابه په مالي لحاظ ډیر کمزوري وه، او چاچا خو به د ماښام ګوله نه درلوده، چي په هغو کي به ځیني مشران صحابه رضي الله عنهم هم شامل وه، نو هغوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه، او وې ویل چي ای رسول الله په مونږ کي خو داسي کسان شته چي په ځان پوري حیران دي، هغوی دومره وس نه لري چي د نورو د روژه مات بندوبست وکړي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ” يعطي الله هذا الثواب لمن فطر صائماً، على مذقة لبن، أو تمرة، أو شربة ماء، ومن سقى صائماً سقاه الله من حوضي شربة لا يظمأ بعدها، حتى يدخل الجنة” (رواه البيهقي وابن خزيمة وابن حبان).

دا ثواب الله جل جلاله هغه ته ورکوي چي روژه لرونکي کس ته د روژه مات لپاره یو څه ورکړي، که هغه د شیدو یو څکل هم وي، که هغه یوه خرما هم وي، که هغه د اوبو یو غړپ هم وي، او چا چي د روژه لرونکي کس تنده ماته کړه، الله جل جلاله به د قیامت په ورځ د هغه تنده زما په حوض کوثر ماته کړي، او هغه به يې داسي تنده ور ماته کړي چي بیابه جنت ته تر داخلېدو پوري بیا د تندي احساس ونه کړي.

سبحان الله تر دې هم سړی د زیات اجر تمه کولای سي او ددې وروسته هم څوک ځانته عذرونه لټولای سي، نه هیڅ کله نه، مونږ هیڅ عذر نه لرو، بی له دې چي په کار لاس واچوو، او ددې برکت ناک موسم څخه ژر تر ژره او چي څومره مو په وس وي، هغومره ګټه پورته کړو.

والسلام

ورور مو: عادل مدني