کور / تازه خبرونه / روزګان: د روغتون د ليليې وداني جوړه سوه

روزګان: د روغتون د ليليې وداني جوړه سوه

د ولايتي روغتون د ليليې ودانۍ د پټۍ په پرېکولو سره ګټي اخستني ته وړاندي سوه.

د اروزګان ولايت دولايتي روغتون دليليې ودانۍ نن د دغه ولايت د والي او
د شفخانې د ډاکټرانو لخوا دپټۍ په پريکولو سره کټي اخستني ته وسپارل سوو.

د اروزګان والي ښاغلي امير محمد اخندزاده وويل چي نوموړي ودانۍ د دغه
ولايت په مرکز شفخانه کي دهغه ډاکټر صاحبانو لپاره جوړه سول چي دوى له
ګاونډيو ولايتو څخه دلته راغلي دي او دشفي د تيرولو ځاى يې نه درلودي.

والي زياته کړه چي د دي ودانۍ په جوړيدو سره به د دغه ډاکټرانو ستونزي هواري سي .
دوالي په خبره چي يادي ودانۍ ۸ د استوګني خوني او تشنابونه او غوسل
خانې لري چي د ۶ مياشتو په مده کي دشفيق شرکت لخوا جوړه سوي ده چي پري
۱۸۰۰۰۰ امريکايي ډالر مالي لګښت راغلى چي داستر ليا هيواد لخوا ورکول
سوي دي .

همدا راز د اروزګان والي د شفخاني له ناروغانو سره هم وليدل او ناروغانو
ته يي ډاډ ورکړي چي موږ به هغه ټولي ستونزي هواري کړو چي مخکي په دي
روغتون کي وي ناروغانو دوالي له راتګ څخه خوشي وښودل .

د دغه ولايت دولايتي روغتون ډاکټرانو د دغه ليلې په جوړولو سره خوښي
وښودل او زياته يي کړه چي ددي وداني په جوړولو سره به زموږ ډيري ستونزي
حل سي.